حکمتیار: پر پارلماني نظام باور نه لرم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وايي، هغه ډلې چې د ځینولاملونو له کبله ناراضه دي، تل له حکومت او افغانانو سره د سولې خبرې کولی شي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل کې خپلې لومړنۍ وینا کې ده ته په جوړې شوې هرکلي غونډې کې د اساسي قانون په تړاو تر څرګندونو وروسته پر پارلماني نظام نیوکه وکړه او خپله بې باوري یې وښودله. ده په ولسمشریزې ماڼۍ کې وویل: "موږ په پارلماني نظام باور نه لرو او د افغانستان د اوسنيو شرایطو لپاره یې مناسب نه ګڼو."

دا په داسې حال کې دی چې اجراییه مشر عبدالله عبدالله د پارلماني نظام سخت پلوی دی. د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک یوه مهمه برخه دا هم وه چې په دوو کلونو کې به لویه جرګه جوړېږي او د صدارتي نظام وړاندیز به یې مخې ته اېښودل کېږي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې اوسنی اساسي قانون یې منلی خو کافي ملاحظې په کې لري او د اساسي قانون اړوند ملاحظات به "په خپله مرجع کې او ځای کې لویې جرګې ته وړاندې" کړي.

نن سهار د یو لوی کاروان په بدرګه ښاغلی حکمتیار له ننګرهاره کابل ته ولاړ او ماسپښین د ارګ په سلام خانه ماڼۍ کې تر ولسمشر اشرف غني وروسته وغږېد.

ښاغلي حکمتیار دې ته په اشاره چې اساسي قانون یې د کومې هوکړې په پار نه دی منلی وویل: "ځینې هغه کسان چې نه غواړي سوله راشي تبلیغات کوي، چې د اساسي قانون په اړه ستر معاهدات لرو، حال دا چې معاهده کې د اساسي قانون یادونه نه ده شوې. موږ د سولې لپاره اساسي قانون منلی. یوازې دویمه ماده یې کفایت کوي چې وايي 'افغانستان کې به هېڅ قانون له اسلام سره په ټکر کې نه وي'. "

نوموړي وویل، د افغانستان اساسي قانون کې له ادبي او حقوقي پلوه ملاحظات لري چې لویې جرګې ته باید وړاندې شي. ښاغلي حکمتیار وویل، حزب اسلامي د "اسلامي اساسي قانون" په نوم اساسي قانون جوړ کړی، چې پارلماني نظام بدل شي او ټول واکونه ولسمشر ته ولېږدول شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر غني او ښاغلي کرزي په ګډون د غونډې ویناوالو کابل ته د حزب اسلامي د مشر راتګ او د سولې له بهیر سره یې یو ځای کېدل د طالبانو لپاره د تعقیبولو لارښود وباله.

ښاغلي حکمتیار د خبرو په ترڅ کې په لغمان ولایت کې د دولت د مشرانو په اړه پر خپلو کړو څرګندونو یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ویلي یې ول ولسمشر او اجراییه رییس دې خپل اختلافات یوې خوا ته پرېږدي.

خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ولسمشر غني تر منځ او همدارنګه د ښاغلي عبدالله او غني ترمنځ ځینو ناخوښیو ته په اشارې ښاغلي حکمتیار لیوالتیا وښوده او ویې ویل چې "زه به د ارګ او سپیدار ماڼۍ او د پخواني او اوسني ولسمشرانو ترمنځ د اړیکو ټینګښت کې ونډه واخلم."

ښاغلي حکمتیار د ځان په اړه هم ژمنه وکړه چې وروسته له دې به یو بل زغمي او ظرفیت به یې پیدا کوي. د ده په وینا "د قدرت د انحصار تجربه خونړۍ وه او دغه جنګونه یې رامنځ ته کړه."

غني طالبانو ته - ستاسې مشر څوک دی؟

د ولسمشر غني او ښاغلي کرزي په ګډون د غونډې ویناوالو کابل ته د حزب اسلامي د مشر راتګ او د سولې له بهیر سره یې یو ځای کېدل د طالبانو لپاره د تعقیبولو لارښود وباله.

ولسمشر غني وویل، هغه ډلې چې د ځینولاملونو له کبله ناراضه دي، تل له حکومت او افغانانو سره د سولې خبرې کولی شي: "طالبانو ته وایم، ایا د حکمتیار په څېر ظرفیت لرئ، چې له خپل حکومت او خلکو سره سوله او خبرې وکړئ؟ اصلاً ستاسې مشر څوک دی او چېرې دی؟ له ویجاړۍ او وژنو پرته بل پروګرام لرئ، کتابونه مو لیکلي او تالیفات لرئ؟ که مشري لرئ نو خلکو ته وښيئ او جګړې ته د پای ټکی کېږدئ او د حکمتیار صاحب خبره ومنئ."

ښاغلي حکمتیار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې دی دې خپل استازی وټاکي او ژمنه یې وکړه چې " د دوی د ټولو ارمانونو او سمو غوښتنو دفاع" به وکړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، کابل ته د حزب اسلامي د راتګ په اړه څه نظر نه ورکوي او د سولې د بهیر په اړه یې دریځ پخوانی دی. مجاهد وایي څو چې هیواد د ده په خبره له اشغاله خلاص نه شي د سولې خبرو ته به حاضر نه شي.

د ښاغلي کرزي د تېرې اونۍ څرګندونو ته په اشارې چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو له بریده وروسته یې وویل:" نور طالبانو ته ورونه نه وایم"، ښاغلي حکمتیار افسوس څرګند کړ چې کاشکې کرزی صاحب پر خپلې پخوانۍ خبرې "ټینګ پاتې شوی وای او طالبانو ته یې د ورور خطاب کولو ته ادامه ورکړې واي."

وروسته له دې طالبانو ته د ورور د خطاب کولو ټټر ښاغلي حکمتیار وواهه او ویې ویل "رسنۍ پرېږدئ چې هرڅه راته وایي، ودې یې وايي."

حکمتیار د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار له خپلو پلویانو غوښتل چې د احساساتو تر ښودلې دې، ده ته وخت ورکړي چې خپلې خبرې وکړي.

ښاغلي کرزي بیا خپلې وینا کې حکمتیار ته مخ واړوه چې "زه به وروسته له دې طالبانو ته ورور نه، وطندار ورور وایم، خو ښاغلی حکمتیار تاسې ورور ویلو ته ادامه ورکړئ."

خو کله چې ښاغلی عبدالله د وینا لپاره ودرېد ویې ویل: "طالبانو ته د ورور ویلو په اړه، غواړم خپل نظر ووایم. زه به طالبان د حکمتیار صاحب ورونه وبولم."

ښاغلي عبدالله هم له طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او زیاته یې کړه چې "که طالبانو هم وغواړي یوه ورځ د سولې کولو لپاره راشي، همداسې تود هرکلی به یې وکړو."

ښې او بدې رسنۍ

په خپلې وینا کې ښاغلي حکمتیار له رسنیزو فعالیتونو خپله اګاهي پټه نه کړه او رسنۍ يې په ښکاره په دوو ډلو ووېشلې، هغه چې د ده په وینا ملت سره وېشي او هغه چې یوځای کوي یې.

ښاغلي حکمتیار خواشیني څرګنده کړه چې "ځینې رسنۍ د جنګ اور ته لمن وهي، خو د سولې هڅو ته نه" خو له هغو یې مننه وکړه چې "ولس یې یووالي ته رابللی."

ښاغلي حکمتیار یو شمېر رسنیوال په دې تورن کړل چې د ده په وینا د هېواد له وضعیته سم خبر نه دي او "فکر کوي په پاریس کې ناست دي".

ښاغلي حکمتیار لغمان کې هم خپلې وینا کې ځینې رسنۍ "شریرې" وبللې او د تړلو غوښتنه یې وکړه، چې د رسنیو د ملاتړو او د بشري حقونو د یو شمېر بنسټونو تر کلک نیوکو لاندې راغی.

د انځور حقوق Getty Images

د بهرنۍ تګلارې په لړ کې ښاغلي حکمتیار هغسې چې افغانستان کې معمول دی د پاکستان پر ځای لومړی د ایران نوم یاد کړ، چې ګواکې د ده په خبره دغه هېواد یمن او سوریې ته د جګړې لپاره افغان ځوانان لېږي. نوموړي دا هم وویل چې باید هغه افغانان چې تهران ته نژدې دي، ایراني چارواکو ته ولېږو، چې له دې کاره لاس واخلي.

نوموړي دغه راز وویل هغه افغانان، چې پاکستان ته نژدې دي، اسلام اباد ته به یې ولېږو، چې افغانستان کې لاسوهنه ونه کړي، خو دا یې ونه ویل، چې دغه کسان څوک دي

حکمتیار ډاډ ورکړ چې خپله کورنۍ یې کابل ته راوستلې له نورو مشرانو هم وغوښتل چې خپلې کورنۍ دې له بهره هېواد ته راولي. د ښاغلي حکمتیار استوګنځی دارالامان کې او د ولسمشرغني له کوره ډېر لېرې نه دی.

ټاکل شوې ده ښاغلی حکمتیار د جمعې پر ورځ په غازي لوبغالي کې خپلو پلویانو ته وینا واوروي.

ورته مطالب