سپین بولدک نښته: د افغان او پاکستاني لوړ پوړو چارواکو غونډه

Image caption پاکستاني ملېشه‌وو غوښتل کلیو ته ننوځي، خو د افغان سرحدي پولیسو له خوا یې مخه نیول شوې

د کندهار د سپین بولدک او چمن ترمنځ د ډېورنډ پر کرښه د رامنځته شویو ستونزو د هواري لپاره د کابل او اسلام آباد لوړ پوړي چارواکي په وېش سیمه کې سره غونډه شوي وو.

که څه هم خبریالانو ته په دغه غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې، خو هغه معالومات چي رسنیو ته رسېدلي ښيي، چې افغان او پاکستاني چارواکي په دې سلا شوي چې دغه سیمه به د تخنیکي ټیمونو له خوا تثبیتوي .

د راپورونو له مخې د افغان پلاوي مشري د ملي دفاع وزارت ارکان حرب فرید احمد احمدي کوله، چې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارت استازي هم ورسره وو.

که څه هم د غونډي زیاتو جزیاتو رسنیو ته لاره نه ده کړې، خو ویل کېږي، افغان لوري د بیا نښتې رامنځته کېدو د مخنیوي په خاطر له پاکستاني پلاوي غوښتي چې خپل ځواکونه پرشا کړي .

رپوټونو کې ویل شوي پاکستاني ځواکونه، وړمه شپه د ډېورنډ کرښې بلې غاړي ته شاوخوا یو کیلومتر وړاندې شوي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو د ځواکونو تر منځ ۱۱ ساعته نښته رامنځته شوه.

پاکستاني پلاوي په ننني غونډه کي افغان لوري ته ویلي، چې د خپلو ادعاوو د سپیناوي لپاره دواړه باید یو بل ته رسمي او قانع کوونکي اسناد وسپاري .

دغه پاکستاني پلاوي همداراز ویلي، چې دوي له ځان سره یو تخنیکي ټیم راوستی، څو د مالومه کړي ، چې د لقمان او جهانګیر کلي د کرښي کومي غاړي پوري اړه لري .

همداراز په دغه غونډه کي ویل شوي، چې دغه کلي به د (جي پي آر اس ) لاري تثبیت کړي.

که څه هم پر ډېورنډ کرښه د انګریزانو له خوا هغه مهال ډبرینې نښي لګول شوې وې، خو په دغه صفري ساحه کي د کورونو ودانېدو سره هغه نښې له منځه تللې.

د لقمان او جهانګیر کلي ګڼ مېشت دي، چي زرګونه کسان په کې مېشت دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک تېره ورځ ویلي و، په پرونۍ ۱۱ ساعته نښته کې افغان لوري ته لږ تر لږه دوه پوله ساتي سرتېري او یوه مېرمن وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، چې په خبره یې ۱۱ یې افغان سرتېري دي.

خو نا تایید شويو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې دغه جګړه کي څلور افغان پوله ساتي سرتېري وژل شوي دي.

د جګړې د بیا پېلیدو له وېرې له سپین بولدک ولسوالۍ نه لسګونه کورنیو کندهار ښار ته پناه وړي.

پاکستان پړه پر افغانستان اچوي چې ګواکې تاوتریخوالی دوی پیل کړ او د پاکستان په سویل لوېديځ کې یې د سرشمېرنې پر مهال د دوی پر پوځیانو ډزې وکړې، خو افغان چارواکو پر پاکستان تور لګولی چې ځواکونه یې افغانستان ته ورننوتي چې بیا د دوی ځواکونو له غبرګون سره مخامخ دي.

دافغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني پرونه جمعه بي بي سي ته ویلي و، کابل کې یې د پاکستان د سفیر مرستیال احتجاجآ ورغوښتی و او ورته ویل شوي چې د ننني برید لومړۍ ډزې له پاکستاني اړخه شوې دي.

بل لور ته د پاکستاني پوځ ویاند اصف غفور ویلي و، د افغان پوله ساتو ځواکونو په برید کې یې ۴ سرتېري وژل شوي دي. د هغه په خبره، په نښته کې ۱۳ ملکي کسان هم ټپیان دي او یو وژل شوی دی.

ښاغلی غفور ادعا کوي چې افغان لوري ته یې په له وړاندې په لقمان او نظر کلیو کې د سرشمېرنې د پیلولو خبر ور کړی و.

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان چارواکي وايي، د پاکستاني ملېشه ځواک د برید مخه یې نیولې

پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته وربللی و او د دوی پر لور یې د دوی په وینا د نا تحریک شوو ډزو پر ضد احتجاج ورته وړاندې کړ.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال دا نښته بدمرغي ګڼلې او وايي د ستونزې د حل لپاره د خبرو اترو هوکړه شوې ده.

لقمان او نظر کلي د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ډیورنډ پر کرښه پراته ګڼ مېشته کلي دي چې پاکستان یې د خپلې خاورې برخه بولي. د جګړې له کبله پرون د بولدک - چمن دروازه هم د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې.

ورته مطالب