د امریکا دفاع وزارت: افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو طرحه چمتو شوې

تېره میاشت د امریکا د دفاع وزیر جمیز مېتیس افغانستان ته سفر کړی و چې په روانه کشاله کې د امریکا د ښکېلېدو په اړه افغان لوري ته سپارښتنې وکړي. د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره میاشت د امریکا د دفاع وزیر جمیز مېتیس افغانستان ته سفر کړی و چې په روانه کشاله کې د امریکا د ښکېلېدو په اړه افغان لوري ته سپارښتنې وکړي.

د پنتاګون یوې چارواکې تیریزا ویلن د پنجشنبې په ورځ وویل، ښايي افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو طرحه راتلونکې اونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شی.

اټکل دی چې امریکا به له ۳۰۰۰- ۵۰۰۰ سرتېرې افغانستان ته واستوي چې د اسلامي دولت او وسله والو طالبانو ډلو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو ملا ور وتړي.

د ځینو رپوټونو له مخې، افغانستان ته لېږل کېدونکي ځواکونه به د ناټو په مشرۍ د هغه ماموریت برخه وي چې له مخې يې له طالبانو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او مرستې چاره ور له غاړې ده، خو د اړتیا په وخت کې به د ترهګرۍ ضد ماموریت کې هم برخه واخلي.

میرمن ویلن د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو کمېټې ته ویلي، پنتاګون له دې په (ټپه ولاړ حالت) څخه وتل غواړي.

د هغې په ټکو افغانستان په یوه ستونزمنه جغرافیه کې دی، خو د امریکا لپاره ډېر ارزښت لري: " زموږ د نوې ستراتیژۍ هدف دا دی چې ډاډمن شو افغانستان په بالقوه توګه (پخپلو پښو) درېږي."

تېره میاشت د امریکا د دفاع وزیر جمیز مېتیس افغانستان ته سفر کړی و چې په روانه کشاله کې د امریکا د ښکېلېدو په اړه افغان لوري ته سپارښتنې وکړي.

نوموړي له رسنیو سره د خپلو سپارښتنه له شریکولو څه ونه ویل، خو دا خبره یې وکړه چې د دغه ماموریت له امله هیڅ ډول وېره او وهم نه لرو: " ۲۰۱۷ کال به د افغان ځواکونو او د هغوی د بهرنیو ملګرو لپاره چې له ترهګرۍ سره په جګړه بوخت دي، بل سخت کال وي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په افغانستان کې نورو امريکايي ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان ویلي، په افغانستان کې نورو امريکايي ځواکونو ته اړتیا لیدل کېږي.

جنرال نیکولسن په تېره فبرورۍ میاشت کې ویلي وو، ایتلافي ځواکونه په افغانستان کې له ولاړ حالته د وتلو لپاره څو زره نورو سرتېرو ته اړتیا لري.

افغانستان ته د نویو تازه دمو سرتېرو په رسېدو به بهرني ځواکونه له افغان هغو سره د مرستې خلاص لاس ولري.

دمګړۍ بهرني جګړه ییز مشاوران افغان ځواکونو ته د جګړې له ډګره لیرې، په پوځي مرکزونو کې روزنه او مشوره ور کوي.

تر دې وروسته به بهرني جګړه ییز مشاوران وکولای شي کټ مټ لکه د عراق په څېر د افغان ځواکونو له لېواوو سره ګډ کار وکړي.

په افغانستان کې ۸۴۰۰ بهرني سرتېرې مېشت دي چې ډېری یې د افغان ځواکونو پر روزنه او مشوره بوخت دي.