حکمتیار: د ملي وحدت حکومت د 'جان کېري وېش' دی

Image caption ښاغلي حکمتیار تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې چې ښاغلي غني او عبدالله عبدالله هم موجود و، د ملي وحدت حکومت پر جوړښت نیوکه وکړه.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې تېره ورځ وروسته له څه باندې شلو کلونو کابل ته راغی، نن جمعه د (مۍ په پنځمه) په کابل کې د خپلو پلویانو په منځ کې له طالبانو وغوښتل چې سوله وکړي او اسلامي نظام جوړ کړي.

نوموړي پخپلو خبرو کې د افغان حکومت اوسني جوړښت ته په اشارې وویل، دا وېش څه سپېڅلی وېش نه دی.

ښاغلي حکمتیار چې د کابل په غازي لوبغالي کې یې د خپلو زرګونو پلویانو په منځ کې خبرې کولې وویل: هر کله چې څوک له کابله طالبانو ته پیغام لېږي چې په نظام کې نورو ته ځای نه شته، د قدرت پر (شته) وېش ټینګار کوي او په حکومت کې د ادلون بدلون د نه راتلو خبره کوي، هغوی ته وایم چې پیغام یې د جنګ دی.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو تر جنجالي کېدو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځکړتوب محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د ملي وحدت حکومت په جوړولو او د واک پر وېش سره سلا شول.

ښاغلي حکمتیار تر شل کلن ناښکاره ژوند وروسته په لغمان او همدارنګه تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم، چې ښاغلي غني او عبدالله عبدالله هم موجود و، د ملي وحدت حکومت پر جوړښت نیوکه وکړه.

د حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله د ښاغلي حکمتیار د تېرې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، د ملي وحدت حکومت په ځانګړو شرایطو کې د خلکو په خوښه رامنځته شوی او اړتیا ده چې خوا په خوا ګډ کار وکړو.

Image caption لوړپوړو حکومتي او سیاسي مشرانو له ښاغلي حکمتیاره تود هرکلی وکړ

ښاغلي حکمتیار د نن ورځې (مۍ پنځمه) په وینا کې وویل، د دولت ټولو مخالفانو ته باید وویل شي چې نظام او حکومت به د ټولو خلکو او خواوو په غوښتنه جوړ شي.

نوموړي د ملي وحدت مشرانو ته په اشارې وویل: "په دې وېش ټینګار مه کوئ، دا وېش سپېڅلی وېش نه دی، نه د خدای له لوري وېش دی، نه د خلکو له لوري او نه هم له اساسي قانون سره سمون لري. دا وېش د جان کېري ویش دی. نو ځکه یې سپېڅلی وېش مه بولئ."

حکمتیار پخپلو پخوانیو څرګندونو کې ډېر لږ د ښځو په اړه غږېدلی دی.

پرون یې د ارګ په وینا کې ویل چې افغانستان ته له خپلې کورنۍ سره راغلی دی.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې تېره ورځ د ارګ او د نن ورځې د غازي لوبغالي په غونډو کې د ښاغلي حکمتیار مېرمن او لور هم شته.

ښاغلي حکمتیار نن په زغرده وویل، د ښځو له ټولو اسلامي او انساني حقونو ملاتړ کوي: "اسلام د نارینه‌وو په پرتله ښځو ته ډېر حقونه ور کړي، نارینه یې د ښځو خادمان ګرځولي دي. "

نوموړي د اسلام او افغانستان د څو نوموتو ښځو نومونه واخیستل او ویې ویل، هر څوک چې تاسو د زدکړو له حقه محروموي او هغه ته اسلامي رنګ ور کوي یا هغه د خپل جاهلانه غیرت نښه بولي، پوه دې شي چې غولېدلي دي او د نورو د تېراېستلو هڅه کوي.

ورته مطالب