حکمتیار: د طالبانو په څېر جمعیت ته هم د سولې لاس ورغځوم

د انځور حقوق NOORULLAH SHIRZADA
Image caption حکمتیار ویلي، د طالبانو په څېر جمعیت ته هم د سولې لاس ورغځوي.

د افغانستان پلازمېنې کابل غازي لوبغالي کې زرګونه کسان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هرکلي ته داسې حال کې یو ځای شوي وو، چې کلک امنیتي تدبیرونه شوي وو.

افغانستان کې سوله او ټیکاو د ښاغلي حکمتیار د وینا لویه برخه وه. هغه یو ځل بیا طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او له هغوی یې وغوښتل، چې سولې ته چمتو شي:

''زه پر طالبانو غږ کوم، چې د ملت هیلو او غوښتنو ته غاړه کېږدئ. راشئ! لومړی ټول په ګډه جګړه پای ته ورسوو، بیا ټولو بهرنیو ځواکونو ته ووایو، چې افغانان له دې وروسته وروڼه دي، خپله ستونزه په خپله حل کوي او په ګډه ترې وغواړو، چې له افغانستانه ووځي. ''

حکمتیار: د ملي وحدت حکومت د 'جان کېري وېش' دی

حکمتیار: پر پارلماني نظام باور نه لرم

ایا د حکمتیار دریځ بدل شوی؟

طالبانو د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو په ځواب کې بي بي سي ته وویل، چې له دولت سره د حزب اسلامي د روغې جوړې په اړه نظر نه ورکوي.

ښاغلي حکمتیار پر رڼو ټاکنو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې هغه څوک د واک حق لري، چې د خلکو د رایو پر بنسټ غوره شي. ده د جمعیت اسلامي ګوند په اړه، چې د کورنۍ جګړې پر مهال یې لوی سیال و، په داسې حال کې خبرې کولې، چې په لوبغالي کې د احمدشاه مسعود تصویر ورته مخامخ ځوړند و.

هغه وویل، د طالبانو په څېر جمعیت ته هم د سولې لاس ورغځوي. د افغانستان د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد، چې د اسلامي جمعیت غړی هم دی، کابل ته د حکمتیار راتګ ته په همدغه غونډه کې ښه راغلاست ووایه:

''باور لرم، چې د عالی جناب حضور به د افغانستان او خلکو لپاره د تل پاتې سولې د نوي څپرکي پیل وي. ''

د ښاغلي حکمتیار د خبرو یوه مهمه برخه د ښځو د حقونو په تړاو وه. ده وویل هغه څوک، چې ښځې د زده کړو له حقه بې برخې کوي، تېروتلي دي.

'' ښځو ته وایو، چې ستاسې د ټولو انساني او اسلامي حقونو کلک او صادق مدافعان یوو، د ټولو هغو حقونو، چې الله تعالی تاسې ته درکړي دي، هغه څوک، چې تاسې د تعلیم له حقه محروموي او دې ته یا اسلامي رنګ ورکوي او یا یې د جاهلانه غیرت نښه ګڼي، په دې پوه شئ، چې هغوی خپله هم دهوکه شوي او نور هم غولوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکمتیار پرون د ارګ د هرکلي په غونډه کې ګډون کړی و

پرون ګلبدین حکمتیار د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ښه راغلاست په غونډه کې راښکاره شو او بي بي سي ته یوې سرچینې ویلي، چې لور او مېرمن یې هم په دغه غونډه کې حضور درلود. ګلبدین حکمتیار یوه اونۍ مخکې په لغمان کې د حکومتي چارواکو او خپلو پلویانو تر منځ راڅرګند شو او پرون کابل ته راغی.

اړونده مطالب

ورته مطالب