هند د افغانستان په ګډون سوېلي اسیا هېوادونو لپاره سپوږمکۍ توغولې

هندیان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د سپوږمکۍ توغولو نندارې ته ګڼ هندیان ورغليوو

هند پخپل بشپړ لګښت د افغانستان په ګډون د جنوبي اسیا هېوادونو لپاره د مخابراتو خدمتونو غوړولو په موخه سپوږمکۍ توغولې. افغان ولسمشر هند او غړو هېوادونو ته د سپوږمکۍ د توغولو مبارکي ویلې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سوېلي اسیا سپوږمکۍ توغولو مراسموکې د وېډیو له لارې ګډون کړی خو پاکستان پکې حذف شوی دی.

دا سپوږمکۍ د هند د فضايي څېړنو سازمان له خوا فضا ته استول شوې، چې ټول لګښت یې د هند له خوا دی.

هند فضا ته د سپوږمکیو استولو ریکارډ مات کړ

نرېندرا مودي: اوبه او وینې یو ځای نه شي بهیدای

د ځمکې په مدار کې د افغانستان سپوږمکۍ

د سپوږمکۍ استولو په دې کنفرانس کې د سوېلي اسیا د همکاریو سازمان یا سارک د اتو غړو اوو هېوادونو (له پاکستان پرته - هند، افغانستان، بنګله دېش، بوتان، مالدیف، نیپال او سریلانکا) مشرانو ګډون درلود.

د هند ددغې سپوږمکۍ له بریالۍ توغونې وروسته، پاکستان پر هند د پاکستان د حذفولو تور لګولی.

پاکستان وايي، په داسې حال کې چې اسلام اباد د سارک سازمان غړیتوب لري، خو هند د 'سارک سپوږمکۍ' له پروژې پاکستان حذف کړی او نوي ډیلي نه غوښتل چې د همکارۍ پربنسټ د پروژې پرمختګ ته چمتووالی ونیسي.

پاکستان دا غبرګون د هند د سپوږمکۍ د استولو پر ورځ څرګند کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ویلي: "د سارک سازمان ۱۸مه سرمشریزه کې هند غړو هېوادونو ته د "سپوږمکۍ" ډالۍ کولو وړاندیز وکړ چې باید د "سارک سپوږمکۍ" په نوم شوې وای، خو په پای کې هند په ډاګه کړه چې په یوازې سر به دغه سپوږمکۍ جوړه او واستوي".

دی وايي، په نړیوالې مخابراتي ټولنې یا ای ټي یو کې باید د "سارک سپوږمکۍ" په نوم ثبت شوې وای، چې په وینا یې پاکستان به پرمختللي ډول د ټکنالوژۍ له اړخه همکاري ورسره کړې وای او د سارک تر چتر لاندې به یې د دغې سیمه ییزې پروژې پوره ملاتړ کړی وای.

د هند د فضايي څېړنو بنسټ (ISRO) د دغې سپوږمکۍ په جوړولو درې کاله وخت لګولی چې د دغه هېواد د (GSLV) ډاډمن سیستم پر مټ وتوغول شوه.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني ددغې سپوږمکۍ د استولو په اړه هند او غړو هېوادونو ته مبارکي ورکړه

د جنوبي اسیا دغه سپوږمکۍ (12 Ku band transponders) لري چې د هندوستان ګاونډیان یې د خپلو مخابراتي خدمتونو د ښه والي لپاره کارولی شي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دغه سپوږمکۍ دا وړتیا هم لري چې د طبیعي افتونو پرمهال د هېوادونو ترمنځ مهم مخابراتي تړښت رامنځ ته کا.

هر هېواد به لږ تر لږه یوه استوونکي"transponders" ته لاسرسی ولري، خو د ځمکې زېربنا یې باید کاروونکی هېواد پخپله ورته برابره کړي.

دغه سپوږمکۍ دا وړتیا هم لري چې د طبیعي افتونو پرمهال د هېوادونو ترمنځ مهم مخابراتي تړښت رامنځ ته کا.

دغه ټول هېوادونه فضا کې د سیمه ییزې مخابراتي پروژې شریکان دي.

د هند له خوا فضا ته د دغې سپوږمکۍ د توغولو موخه غړو هېوادونو ته د تلوېزیوني خپرونو، بانکوالۍ او الکترونیکي حکمتولۍ په برخو کې د مخابراتي ټکنالوژیکو خدمتونو د اسانتیاوو برابرول دي.

د مخابراتو په برخه کې افغانستان په تېره یوه لسیزه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې تر اوسه تر سلو ډېر تلوېزیوني چینلونه جوړ شوي او د رادیوګانو شمېر هم شاوخوا ۲۰۰ پورې رسېدلی دی.

د انځور حقوق iSRO
Image caption د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پر ټویټر ساینسپوهانو ته ددغې توغونې مبارکي ورکړې، چې په وینا یې دی پر "دوی ډېر زیات ویاړي".

د ۲۰۱۴ کال جنورۍ میاشتې وروستیو کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي وو، دغه هېواد به فبرورۍ میاشت کې د ځمکې په مدار کې د سپوږمکۍ څښتن شي.

هند د روان ۲۰۱۷ کال فبرورۍ کې فضا ته په یوه توغندي کې د ۱۰۴ مصنوعي سپوږمکیو په استولو سره د روسیې هغه ریکارډ مات کړ، چې په ۲۰۱۴ کال یې ۳۷ مصنوعي سپوږمکۍ فضا ته استولې وې.

د انځور حقوق .
Image caption فضا ته د ۳۷ سپوږمکیو استولو مخکینی ریکارډ روسیې جوړ کړی و

ورته مطالب