د عکسونو البوم: نارنج ګل؛ له بڼه تر عطرو

د افغانستان ختیځ ننګرهار د عطرو یوه فابریکه کې شاوخوا ۳۰۰ ځوانان په کار بوخت کړي، چې د اورځلا په نوم عطر هم ترې جوړېږي. دا انځورونه ازاد عکاس میلاد حمیدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته اخیستي.

Image caption دا د ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د نارنج ونو باغ دی.
Image caption کارګران له نارنج ونو ګل راشکوي او بیا یې په بېلابېلو شیانو کې کاروي.
Image caption کارګرانو ته د هرې کیلو په سر ۱۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.
Image caption هر یو کارګر د ورځې تر پایه له ۱۰ تر ۸ کیلو ګلان راټولوي.
Image caption د هېواد ختیځ ولایتونه د نارنجو بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا لري؛ ځکه نو ننګرهار کې د نارنجو کرکېله ډېره ده.
Image caption د نارنج له ګل راټولېدو وروسته فابریکې ته راوړل کېږي او تلل کېږي.
Image caption دلته د نارنج ګل ته د ۸ ساعتونو لپاره اوبوکې بخار ورکول کېږي.
Image caption ننګرهار په نارنج ګل مشهور دی، چې هر کال هلته د (نارنج ګل) په نوم پسرلنۍ مشاعرهه م کېږي
Image caption وروسته له بخاره د نارنج ګل خالص تېل راوځي.