'قومي مشران د ښځو حق په بډه وهي'

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د خوست یو شمېر بې سرپرسته ښځې او مدنې فعالانې په ګډه وايي، د ناسمې څارنې له امله له یادو پروژو مستحقې ښځې نه برخمنېږي.

خوست کې یو شمېر مدني فعالانې وايي، په دغه ولایت کې د ځینو بې وزلو ښځو لپاره د پلي کېدونکو پروژو پیسې قومي مشران او اړیکوال یې خپلو جیبونو ته اچوي.

د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په دغه ولایت کې تر ډېره د چرګانو د وړو فارمونو جوړولو، کورنیو څارویو د ساتلو، د درزیتوب او ګلاوبدنې (ګلدوزۍ) ماشینونو د ورکړې پروژې پلې کېږي.

''د کرنې د ودې او کليو پراختيا هر اړخيز پروګرام'' د سلګونو ښځو د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره هڅې پیلې کړې دي.

د ښځو فعالیت ولې د هغوی خپل نه ګڼل کېږي؟

لومړۍ مېرمن د ښځو لاسي صنایعو نندارتون کې

د دغې ادارې مشر حيات وزيرعرفان وایي، له تېر کال راهیسې یې ۲۰۰ د چرګانو واړه فارمونه چې هر فارم کې ۳۱ چرګان دي، ښځو ته جوړ شوي: ''شرایط دا دي، چې هره ښځه، چې کور کې ځای ولري او د چرګانو لپاره قفس جوړول په ځان ومني، نو دوی ته لومړیتوب لري''.

ښاغلی عرفان زیاتوي، هر فارم ۵۰۰ ډالره ارزښت لري، چې د چرګانو د بقا لپاره د ''کارډیف'' نومې موسسې له خوا ۱۹ بېلابېل ډوله توکي ورکول کېږي.

د خوست یو شمېر بې سرپرسته ښځې او مدنې فعالانې په ګډه وايي، د ناسمې څارنې له امله له یادو پروژو مستحقې ښځې نه برخمنېږي.

د خوست ځاځي ميدان اوسېدونکې له نومښودو پرته بي بي سي ته ویلي، څو ځله یې کلي ته د کونډو او بې وزلو ښځو لپاره د جامو ګنډلو د ماشینونو او اوزو ساتلو پروژې راغلي، خو قومي مشرانو ځان ته ګرځولي دي: ''څوک چې د ملکانو پر وېش ناخوښه و، هغوی ته یې هم یو څه برخه ور کړې ده او غلي دي.''

الف ځدراڼ
Image caption د خوست د سپیرې ولسوالۍ قومي مشر الف ځدراڼ تاییدوي، چې یو شمېر مشرانو د ګونډو او بې وزله ښځو حقونه خپل جیب ته اچوي.

د خوست چارواکي وایي، دوی تر وسې هڅه کړې، چې د ښځو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره له پلي کېدونکو پروژو څارنه وکړي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ بي بي سي ته وويل: ''زموږ اړوندو ادارو د ښځو لپاره ځانګړې پروژې په سم ډول پلي کړي، خو دا هم تاییدوم چې د اړیکو له لارې به نامستحقو کسانو ته هم رسېدلې وي.''

مشران او د پړې ګوته

د خوست د سپیرې ولسوالۍ قومي مشر الف ځدراڼ تاییدوي، چې یو شمېر مشرانو د ګونډو او بې وزله ښځو حقونه خپل جیب ته اچوي.

هغه وايي، په قومي لانجه کې د یوه وژل شوي انجینر مېرمن چې خپله هم معلوله ده، د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پروژه کې یې چا اډو پوښتنه نه ده کړې: '' د فارمونو او ماشینونو په وېش کې د یادې کونډې پوښتنه هیچا ونه کړه، خو پر ځای یې ملکانو دغه توکي کورونو ته یووړل او خپلو ښځو او خپلوانو ته یې ور کړل.''

Image caption مبارز محمد ځدراڼ وايي، ښايي د اړیکو له لارې ځینې مرستې پر نامستحقو کسانو وېشل شوې وي

بي بي سي ته یو شمېر مرکه کوونکو ویلي، ډېر ځله ستونزه د یاد پروګرام لپاره د مستحق او نامستحقو کورنیو د په نښه کولو له چارې زېږي.

د دوی په خبره ډېر ځله تر ارزونې او پلټنې پرته یوه کورنۍ د یادې پروژې وړ ګڼل کېږي.

د خوست د مرکز اوسېدونکی ایوب منګل وايي، د موسسي استازي یې کور ته ورغلل او د فارم جوړولو وړاندیز یې ورته وکړ، خو دی چې په دې پروګرام پوه وم چې د کونډو او بې وزلو د لاسنیوي لپاره دی او زما ورځ چلېده نو چورلټ انکار مې ورته وکړ.

په ښاري او کليوالي سیمو کې بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو لپاره د چرګو کوچني فارمونه او د شنو خونو جوړول او همدارنګه د لاسي صنایعو د توکو ورکړه، د هغوی په هوساینه او بسیاینه کې رغنده رول لرلای شي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images)
Image caption په ښاري او کليوالي سیمو کې بې وزله او بې سرپرسته مېرمنو لپاره د لاسي صنایعو د توکو ورکړه د هغوی په هوساینه او بسیاینه کې رغنده رول لرلای شي.

اړونده مطالب