حکومت وايي له قلعه ذال ولسوالۍ یې تاکتیکي شاتګ کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځايي خلک وايي د تېرې ورځې له مازیګره په قلعه ذال کې جګړو زور اخیستی او د ولسوالۍ بازار ته طالبان رسیدلي دي.

د افغانستان په شمال ختیځ کندوز کې وسله والو طالبانو له سختو جګړو وروسته د قلعه ذال ولسوالۍ مرکزي سیمې لاندې کړي دي.

د کندز تازه جګړو دغلته بیا ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ کړې دي.

ناکراري هغه وخت ډېره شوه چې د قلعه ذال ولسوالي طالبانو ونیوله او له حکومتي ځواکونو سره نښتې سختې شوې.

ځايي خلک وايي د تېرې ورځې له مازیګره په قلعه ذال کې جګړو زور اخیستی او د ولسوالۍ بازار ته طالبان رسیدلي دي.

د کندوز ښار زیانونو ارزونې کمېسیون کار پیلوي

د هلمند سنګین ولسوالۍ مرکز طالبانو نیولی

کندوز کې هوایي برید د طالبانو قومندان اتو ملګرو سره وژلی

د کندوز د پولیسو مشر عبدالحمید حمید بي بي سي ته وویل، ځواکونه یې د ولسوالۍ له مرکزه په شا شوي او د چپاو لپاره تیاری کوي: "امنیتي ځواکونو قلعه ذال کې شا تګ کړی او د ولسوالۍ په یو کیلو مټرۍ کې یي ځای پر ځای دي. موږ بیا هم عملیاتو ته چمتووالی نیسو او هیله لرو چې ولسوالۍ بیرته ونیسو."

د افغانستان ولسي جرګې غړي د کندوز وروستۍ جګړې د انديښنې بولي.

جرګه کې د کندوز استازي له حکومت وغوښتل چې هلته کېدونکي عملیات دې په غور وشي او د ولسي خلکو د سر خیال دې وساتل شي.

د جرګې غړي کمال "ساپي" پخپلو توندو خبرو حکومت وننګاوه چې ګامونه یې ساړه دي: "د خان اباد لاره طالبانو بنده کړې قلع ذال کې وحشت روان دی حکومت هیڅ سم ګام نه دی پورته کړی که حکومت نشي کولی ولسي خلکو ته ټوپک ورکړي، هغوی یې خپله ساتي."

کندوز تېرو درېیو کلونو کې له نورو وختونو ډېر جګړو پسې اخیستی او ښه ورځ نه لري.

له تاوتریخجنو حالاتو ډېر شمېرکندوزۍ کورنۍ کابل مزار او نورو خوندي سیمو ته کډه شوي او باوري نه دي چې ژر دې ستانه شي

ورته مطالب