''حج ته د افغانانو لېږلو لګښت ۳۰ سلنه لږ شوی''

د انځور حقوق .
Image caption د چارواکو په وینا له سلو زرو ډېرو کسانو د حج لپاره نومونه لیکلي دي

افغان چارواکي وايي، حج ته د افغانانو د لېږلو لګښتونه یې نژدې ۳۰ سلنه کم کړي دي، خو په ولسي جرګه کې بیا هم د فساد له تورونو سره مخامخ شول چې دوی یې ردوي.

ولسي جرګې د حج او اوقافو سرپرست وزیر داعي الحق عابد او د آریانا افغان هوايي شرکت مشر محمد نادر عمر د ځواب ویلو لپاره ور غوښتي وو، چې د هغو تورونو په تړاو چې ګواکې حج ته د افغانانو لېږلو بهیر روڼ نه دی، ځواب ووايي.

اریانا افغان هوایي شرکت وایي اوس ټول لګښتونه پخپله پوره کوي

مکه مکرمه کې اته افغان حاجیان تري تم شوي

'۲۰۰ افغان حاجیان له سعودي راستانه نه شول'

د نومونو په پچه اچوونه کې فساد، د میلیونونو افغانیو اختلاص او د لوړ پوړ چارواکو او د ملي شورا وکیلانو ته د اضافه امتیازونو ورکول هغه تورونه و چې د ولسي جرګې د غړو په باور حج ته د افغانانو د لېږد په بهیر کې شته.

خو د حج او اوقافو سرپرست وزیر پرته له دې چې د میلیونونو افغانیو د اختلاس او نورو تورونو په هکله سپيناوی وکړي وویل، د پخوا پرتله دا بهیر روڼ شوی دی او زیاته یې کړه چې حج ته د تلو لګښت یې ۹۵۰ ډالرو ته ښکته کړی چې پخوا ۱۴۰۰ ډالره و.

د وکیلانو نورې نیوکې پر آریانا افغان هوايي شرکت وې چې ولې د حاجیانو د لېږد لپاره له کرايي الوتکو کار اخلي او په دې نه دی توانیدلی چې الوتکې وپيرې، چې د اریانا افغان هوايي شرکت مشر محمد نادر عمر یې دلیل مالي ستونزې وبللې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د وکیلانو نیوکې پر آریانا افغان هوايي شرکت وې چې ولې د حاجیانو د لېږد لپاره له کرايي الوتکو کار اخلي

د چارواکو په وینا له سلو زرو ډېرو کسانو د حج لپاره نومونه لیکلي دي، خو د افغانستان ونډې له مخې شاوخوا ۳۰ زره افغانان سږ کال حج ته تللی شي.

اړونده مطالب