خوست کې ښوونکو اعتصاب کړی، ۲۱۹ ښوونځي تړل شوي

Image caption دغه اعتصاب د خوست د ځاځي میدان، باک، صبریو او علیشیرو ولسوالیو ترڅنګ د مرکز ښوونکو هم کړی دی.

د افغانستان په سوېل ختیځ خوست ولايت کې ښوونکو ته د کورونو لپاره د ځمکې د نه ورکړې له امله پر مرکز سربېره د څلورو ولسوالیو ښوونکو د ښوونځیو دروازې تړلي او په اعتصاب یې لاس پوري کړی دی.

خوست کې د کرېکټ لوبغالی پرانستل شو

خوست کې د نجونو بدل

دغه اعتصاب د خوست د ځاځي میدان، باک، صبریو او علیشیرو ولسوالیو ترڅنګ د مرکز ښوونکو هم کړی دی.

د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې د اعتصاب له امله ۲۱۹ ښوونځي تړل شوي او شاوخوا یو ۱۴۳ زره ماشومان د شنبې په ورځ له درسونو بې برخې وو.

د ښوونکو یوه استازي رییس حسن وايي، تېر ۱۳۸۵ کال کې له دوی سره د یو کور لپاره د ځمکې ژمنه شوي وه خو تراوسه دغه ژمنه عملي شوي نه ده.

نوموړی زياتوي، "مونږ په کالونو کالونو وګرځېدو، هیچا مو غږ وا نه ورید. ترڅو چې مونږ ته خپل حق راکړل شوی نه وي. تر هغې مونږ د ښوونځیو دروازې نه پرانیزو".

د خوست په ۳۴۹ ښوونځیو کې شاه وخوا ۲۶۹ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

Image caption د خوست په ۳۴۹ ښوونځیو کې شاه وخوا ۲۶۹ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د خوست د والي ویاند مبارز محمد ځدراڼ وایي، چې ښوونکو ته یې تېر کال دریو ښارګوټو کې د کورونو ویش کړی دی.

دی وایي، چې د دغې ستونزې د هوارې لپاره خوست والي ژمن دی د ده په وينا "په یو وار د دومره ښوونځیو تړل او د هر ښوونکي د نمرې غوښتنه انصاف نه دی."

ښاغلی ځدراڼ وایي: "له اړوند وزارت د خوست له ځایي ریاست او د ځمکو د ویش له ادارو سره تماس کې یوو او لیرې نه ده، چې د کورنو لپاره د نمرو ویش به پړاو په پړاو مخ ته وړو."

د خوست مرکز کي د عبدالحی حبيبي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي وویل، "نن سهار ښوونځي ته لاړو، زده کوونکي ټول حاضر وو، خو ښوونکي نه وو او مونږ هم بېرته کورونو ته لاړو".

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال هم یاده ستونزه تایدوي.

د خوست د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد اکبر تنیوال وایي، چې د دغو ښوونکو ستونزو ته به د وس تر برید ځان رسوي.

ورته مطالب