ظریف: سیمه پردیو خوځښتونو د ترهګرۍ ډګر ګرځولې

جواد ظریف د انځور حقوق AFP/Getty Images)
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په سیمه کې لاهم د تېر په څېر د ترهګرۍ اور ته لمن وهل کېږي چې د ټولو په زیان تمامېږي.

کابل ته د سفر پر مهال ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، ایران او ګاونډی افغانستان د پردیو د خوځښتونو له کبله د ترهګریزو کړنو او د پردیو د فعالیت پر ډګر اوښتی دی.

ښاغلي ظریف کابل ته د خپل سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو ډېرول بللي.

نوموړي کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، ایران او افغانستان په یوه ډېره خطرناکه سیمه کې موقعیت لري، چې په وینا یې دا سیمه د ''پردیو د خوځښتونو '' له کبله د جګړو او ناخوالو ډګر ګرځېدلی، خو نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته تللی

افغانستان - ایران د سرحدي نښو مدرنیزه کولو هوکړه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل، په سیمه کې لاهم د تېر په څېر د ترهګرۍ اور ته لمن وهل کېږي چې د ټولو په زیان تمامېږي.

ده وویل، په سیمه کې د ترهګرۍ اور به د هغو کسانو تر لمن هم ورسېږي، چې اورپکۍ او سخت دریځۍ ته لمن وهي:

"د تېر په څېر په دې سیمه کې د سخت دریځۍ او تاوتریخوالي د پیاوړي کولو خوځښتونه ترسره کېږي، چې ارومرو به د ټولو په زیان وي. لکه په تېر کې یې چې شاهدان وو، دغه ترهه، تاوتریخوالی او سخت دریځي پر کومې مشخصې سیمې پورې محدود نه دي، بلکې د هغو تر لمنې به هم رسېږي چې په سیمه کې د اورپکۍ لپاره لمن وهي".

ښاغلي ظریف وویل، افغانستان او ایران ډېرو برخو کې همکاري لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې مېشت نژدې درې میلیونه افغانان "مېلمانه" وبلل چې په وینا یې ۴۱۰ زره افغان زده کوونکي او ۱۷ زره محصلین هم په ایران کې پر زده کړو بوخت دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د اړتیا په تړاو وویل، افغانستان د ایران څلورم سوداګریز شریک دی.

نوموړي د خواف - هرات د اورګاډي پټلۍ او چابهار ترانزیتي بندر هوکړه لیک د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه څرګنده بېلګه وبلله.

په پام کې ده چې جواد له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو جګپوړو افغان چارواکو سره وګوري.

ولسمشر غني د چابهار بندر درې اړخیزه تړون لاسلیک کړ

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption افغان حکومت ویلي، د چابهار له لارې د سوداګرو د هر کانټینر واردېدونکي مال لګښت به د اوسنیو بندرونو په پرتله له ۵۰۰-۱۰۰۰ ډالره ارزانه وي.

په ۲۰۱۶ کال ایران ته د جګپوړو افغان چارواکو د سفر پرمهال، دواړو لوریو ژمنه کړې وه چې د سیمې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه کولو په پار به د دواړو هېوادونو د همسرحده او ګاونډیو ولایتونو پر تولیداتو تعرفې کمې کړل شي.

ددې ترڅنګ ایران ژمنه کړې وه چې د خواف - هرات ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پاتې برخه ژر ترژره بشپړه او ګټې اخیستنې ته چمتو کړي. دوه اړخېزو هوکړو ته په کتو، ایران افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ د سلاکارانو استولو ژمنه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ۲۰۱۵ کال افغانستان ته د خپل سفر پرمهال ویلي وو، د سفر اصلي هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګول دي.

ورته مطالب