کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو دیني عالم وژلی

عبدالغفور پیروز د انځور حقوق Abdul Ghafoor Pairoz
Image caption ۳۱ کلن پیروز د کندهار ښار اصلي اوسېدونکي و او لوړې اسلامي زده کړې یې پاکستان کې کړې وې.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې نن سهار ناپېژاندو وسله والو د ښار په نهمه ناحیه کې یو دیني عالم عبدالغفور پیروز په ډزو وژلی دی.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وایي، دغه دیني عالم له کوره تر وتلو وروسته د یوه جومات مخې ته وسله والو موټرسایکل سپرو ورباندې ډزې وکړې او ځای پرځای یې وواژه.

پر عبدالغفور پیروز نن سهار شاوخوا اته بجې د ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاند وسله والو برید کړی.

په غزني کې د ماين چاودنې ديني عالم وژلی دی

کندهار: وسلوالو يو قومي مشر وواژه

۳۱ کلن پیروز د کندهار ښار اصلي اوسېدونکي و او لوړې اسلامي زده کړې یې پاکستان کې کړې وې.

د وژل شوي دیني عالم غفور پیروز ورور زبیر افغان وایي ورور او کورنۍ یې له هېچا سره دښمني نه درلوده.

ښاغلی افغان وایي ورور یې ښایي هغو کسانو وژلی وي، چې له هغه سره یې فکري مخالفت درلود:

"د وطن حالاتو او د ده فکري ارتقا ته مو چې کتل، له ده سره د خلکو مخالفت د ده دفکر له کبله و، موږ هېچا ته د یوې روپۍ تاوان هم نه دی اړولی."

عبدالغفور پیروز شاوخوا ۵۰ دیني کتابونه لیکلي او له بېلابېلو ژبو ژباړلي دي.

نوموړي پر خواله رسنیو هم خورا فعال و او د ګڼو لیکنو منځپانګې یې په افغان ټولنه کې ناسم دودونه، روانه جګړه او ورته نور موضوعات جوړول.

په کندهار کې مدني فعال فضل باري بریالی وایي، ښاغلي پیروز د ټولنې اصلاح او خلکو ويښتیا د ځان او د نورو ځوانانو دنده بلله.

د ښاغلي بریالي په خبره پیروز به تلل ورته ویل، چې تر وجدان وژنې ځان وژنه غوره بولي:

"پیروز نه یوازې یو دیني عالم و، بلکې یو ډېر ښه لیکوال، ښه ژباړن او مفکر ځوان و، هغه ډېره خندانه څېره لرله، له ټولنې سره یې ډېره خواخوږي لرله. هغه د کندهاري ټولنې د ویښولو لپاره کار کاوه."

ښاغلي پیروز د ګڼو موضوعاتو اړوند نسبتاً پراخ لیدلوری درلود.

نوموړي څه موده وړاندې له بي بی سي سره مرکه کې د نوي کال (نوروز) لمانځنه د نورو دیني عالمانو خلاف د افغان کلتور یوه برخه بللي وه چې په وینا یې له اسلام سره هېڅ ډول ټکر نه لري:

"نوروز زموږ یوه کلتوري مېله ده، تر اسلام وړاندې دا مېله لمانځل شوې ده، اسلام له دا ډول فرهنګي مېلو سره مخالفت نه لري."

عبدالغفور پیروز د کندهار د میرویس نیکه پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د لومړی کال محصل و.

د انځور حقوق Abdul Ghafoor Pairoz
Image caption څه موده وړاندې ښاغلي پیروز پر خپل فیسبوک دا تبصره لیکلې وه

نوموړي واده درلود او درې زامن ترې پاتې شوي.

که څه هم د پیروز وژنې مسؤولیت تر دې مهاله کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی، خو پر خواله رسنیو یې د خلکو سخت غبرګونونه پارولي او د نوموړي وژنه یې غندلې ده.