اوونیز بحث: د حکمتیار په دریځ کې څومره بدلون لیدل کېږي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اوونیز بحث: د حکمتیار په دریځ کې څومره بدلون لیدل کېږي؟

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په لغمان کې تر نژدې شپاړلسو کلو وروسته راڅرګندېدو سره سم، غوڅ له جګړې سره مخالفت وکړ او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د هېواد د سوکالۍ په پار سوله ییز بهیر ته ورګډ شي.

دغه راز ښاغلي حکمتیار په افغانستان کې پر يوې غښتلې مرکزي واکمنۍ ټینګار درلود او هغه څه یې چې ده د واک بیلابېلې جزیرې وبللې، وغندلې.

په جلال آباد کې د وینا پرمهال، ده بیا د ملي یووالي حکومت پر مشرانو غږ و کړ چې د هېواد په پار سره تېرېدنې وکړي او افغانستان بویه یو ولسمشر ولري.

ښاغلي حکمتیار د مېرمنو پر حقونو هم ټینګار درلود او ویې ویل چې ټول هغه حقونه به یې چې اسلام ورکړي، خوندي کړي.

ده دغه راز پر هغو خبري رسنیو نیوکه درلوده چې دده په ټکو د پردیو چوپړ کوي.

اوونیز بحث کې پر دې غږېدلي یو چې د ښاغلي حکمتیار په دریځ کې څومره بدلون لیدل کېږي؟ په افغانستان کې پر امن ټینګوونکوو هڅو به څومره اغېز ولري؟

د بحث میلمانه دي:

په کابل کې د اسلامي ګوند د مطبوعاتو او کلتوري چارو رئیس، قریب الرحمان سعید

د پوهنتون استاد خالد سادات

په افغانستان کې د امريکا د سولې انسټیټوت څیړونکی حِکمت اعظمي

کوربه داوود جنبش دی.