ولسمشر غني: د داعش مشر ننګرهار کې وژل شوی

داعش د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د داعش ډلې د پخواني مشر حافظ سعید تر وژل کېدو وروسته عبدالحسیب د ده ځای ناستی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ځانګړو ځواکونو ننګرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) مشر وژلی دی.

د ولسمشر غني په وینا، "همدغه قومندان د سردارمحمد داوود خان پر روغتون د برید امر کړی و" چې په کې ګڼ شمېر پوځي او ملکي کسان ووژل شول.

د ارګ له خوا خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د داعش ډلې مشر عبدالحسیب او څو تنه ملګري یې د غويي، ثور په ۷ مه وژل شوي ول خو حکومت لومړی ځان مطمین کړ او بیا یې اعلان کړ.

د کابل په ۴۰۰ بستریز روغتون کې ځانمرګی برید وشو

پر روغتون برید: نهه افسران له دندو ګوښه شول

ولسمشر غني ته د داعشي قومندان د اس ډالۍ

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت په یوه خرپاڼه کې هم ویل شوي، د داعش دغه مشر د افغان او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی.

خبرپانه زیاتوي، شیخ عبدالحسیب چې د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د خراسان ولایت مشر و، د تېر اپرېل میاشتې پر ۱۷مه د یولړ عملیاتو پرمهال وژل شوی.

پرېکنده ماموریت وايي، دا عملیاتو د ځانګړو افغان ځواکونو (خاصې قطعې) له خوا افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي، چې په وینا، یې د داعش ډلې ځینې نور جګپوړي مشران او ۳۵ جنګیالي هم وژل شوي.

په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت او د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن د دغې ډلې د ماتولو او د داعش د دویم مشر د وژل په وخه دا "بریالي عملیات" بللي.

نوموړی وايي، دا په تېرو نهو میاشتو کې د داعش دویم مشر دی چې وژل کېږي.

افغانستان کې د داعش ډلې د پخواني مشر حافظ سعید تر وژل کېدو وروسته عبدالحسیب د ده ځای ناستی و.

بريدګران روغتون ته د ډاکټرانو په جامه کې ننوتلي ول. د امنيتي تدابیرو لرونکي دغه روغتون ته د بریدګرو او مخالفينو نفوذ د افغانستان د امنيتي ځواکونو لپاره استخباراتي ماتې وبلل شوه.

تر برید وروسته داعش ډلې یې پړه پر غاړه واخیسته.

افغان او امریکايي ځواکونو د ۲۰۱۷ مارچ میاشت په لومړیو کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پروړاندې ختیځ ننګرهار ولایت کې پراخه عملیات پیل کړل چې هدف یې په افغانستان کې ددغې ډلې د پټنځیو له منځه وړل وو.

د انځور حقوق .
Image caption افغانستان کې د داعش ډلې د پخواني مشر حافظ سعید تر وژل کېدو وروسته عبدالحسیب د ده ځای ناستی و.

څه موده وړاندې د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې امریکايي الوتکو د "بمونو مور" په نامه بم د داعش ډلې پر مورچو وغورځاوه.

د "بمونو مور" رښتیا ۹۴ داعشیان وژلي؟

'داعش' وېډیو کې ایران ته ګواښ کړی

د ارګ له خوا خپرې شوې خبرپاڼه د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار یو ځای کېدو ته په اشارې لیکلي افغان دولت د هر هغه چا هرکلی کوي چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېږي خو د جګړې ځواب به په جګړې ورکوي.