غني: امنیتي بنسټونو کې کورنیو چارو وزارت د "فساد زړه" دی

د انځور حقوق ARG
Image caption نوموړي دا خبرې د اروپايي ټولنې دریم کلني کانفرنس کې وکړې، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.

افغان ولسمشر وايي، په دولتي ادارو کې فساد یوه لویه ستونزه ده، خو وايي په امنیتي بنسټونو کې تر ټولو ډېر فساد کورنیو چارو وزارت کې دی، چې نوموړي دا وزارت د "فساد زړه" بللی دی.

ښاغلي غني وايي، دولت یې هڅه کوي د هېواد پولیس د جګړې ترڅنګ د قانون عملي کولو کې هم لا ډېر فعال کړي.

تر اوسه کورنیو چارو وزارت کې د پراخه فساد رپوټونه ورکړل شوي؛ چې وايي د لسګونه زره خیالي سرتېرو په نوم پیسې او امتیازات پکې لاس په لاس کېږي او د دولت پر مخالفانو وسلې او مهمات پلورل کېږي.

ولسمشر غني "په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې تشدید کنفرانس" کې وویل، چې فسادګر به د قانون منګولو ته وسپاري.

نوموړي دا خبرې د اروپايي ټولنې دریم کلني کانفرنس کې وکړې، چې په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره جوړ شوی دی.

هغه له اروپايي ټولنې د دا ډول کانفرانسونو د جوړولو له امله مننه وکړه.

اشرف غني دا هم وویل، چې په ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره یې تراوسه د تدارکاتو کمېټې ۹۰۰ تړونونه څېړلي دي.

* د "داعش" ماتولو لپاره د فساد ختمول اړین دي"

* نیویارک ټایمز: ''د فساد مخنیوونکي جنرال خپله فساد وکړ''

نوموړي دا هم وویل، چې پخوا له افغان ګومرکونو پیسې ورکېدلې، خو اوس داسې نه کېږي.

هغه دا هم وویل، چې د فرعي قرادادونو له منځه وړل غواړي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني دا هم وویل، چې پخوا له افغان ګومرکونو پیسې ورکېدلې، خو اوس داسې نه کېږي.

د نوموړي موخه هغه تړونونه دي چې له یو لاس څخه بل او بل لاس ته لوېږي او د دغسې تړونونو له مخې د بشپړو شوو پروژو پر کیفیت ډېرې نیوکې کېږي.

ولسمشر غني دا هم وویل، چې د فساد ضد مبارزه یې لوی مسوولیت دی او همکارو هېوادونو استازي( سفیران او نور چارواکي) هم په دې برخه کې د خپلو هېوادونو مسوولیت لري.

د افغانستان لوېدیځ همکار حکومتونه د خپلو وګړو له دې پوښتنې سره مخ دي چې د دوی له مالیې له کابل سره مرستې پر ځای نه لګېږي.

له فساد ګټه اخیستونکي طالبان

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپايي ټولنه په افغان ځواکونو کې فساد د طالبانو په ګټه بولي.

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د افغان ولسمشر وروستۍ څرګندونې په داسې مهال دي، چې اروپايي ټولنې تېره اونۍ هم پر افغان حکومت له فساد سره د لا ټینګې مبارزې غږ وکړ او په وینا یې، فساد د افغانستان پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د فساد پروړاندې د اوو اونیو کمپاین په پای کې په یوه ویناپاڼه کې ویلي وو، فساد اورپکي تغذیه کوي او د سولې پروړاندې پرمختګ ټکنی کوي.

* روڼتیا څار ادارې د فساد مخنیوي لپاره ۳۶۰ ځوانان وروزل

* 'وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې سره تړلې دي'

په تېره اپرېل میاشت کې اروپایي ټولنې په یوه راپور کې ویلي وو، داسې راپورونه لري چې د افغان سرتېرو وسلې او مهمات پر وسله والو مخالفانو پلور کېږي چې دا کار د جګړو په لیکو کې طالبان برلاسي کوي.

د دې ټولنې د رپوټ له مخې، هره اونۍ د فساد له امله افغانان وژل کیږي او دا ځکه چې د دوی په باور د افغان سرتیرو وسلې، مهمات او تجهیزات پر طالبانو پلورل کیږي.

د فساد ضد هڅې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اروپايي ټولنه وايي، د جګړې لومړیو لیکو کې د افغان ځواکونو وسلې پر طالبانو پلورل کېږي.

خو د تېرې میاشتې په وروستیو کې ملګرو ملتونو په لومړي ځل په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې هڅې ارزولې او په دې برخه کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې په خبره، د معافیت دود له منځه وړل، له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز علني محاکمې، د قانون د حاکمیت شورا جوړول، د شتمنیو ثبت او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون توشیح د فساد مخنیوي او د روڼوالي ګټور ګامونه دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یا ماموتو د اداري فساد پر ضد د مبارزو هڅو ته د ځانګړي شوي راپور د خپرولو پر مهال وویل، هیله من دی چې له فساد سره د مبارزې هڅې نورې هم اغیزناکې شي:

اړونده مطالب

ورته مطالب