هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

هرات
Image caption فکر کیږي چې د ګرځندوی په برخه کې روزل شوي ځوانان به په اسانۍ په خصوصی سکټور کې د کار موکه ترلاسه کولی شی

په هرات کې چې د لرغونو او په زړه پورې تاریخي ځایونو کور دی، د سیلانیانو د لارښوونکو روزل پکې پیل شوي دي.

چارواکي هیله‌من دي چې د امنیتي حالاتو په ښه کېدا به پر هرات بیا سیلانیان ورمات شي، نو ځکه دوی باید له مخکې ورته چمتو و اوسي.

د هرات سیمه ییز چارواکي وایي، اوس په ټول ولایت کې د ګرځندویانو د لارښوونې لپاره په دولتي تشکیل کې یوازې درې کارکوونکي لري.

دا درې لارښوونکي د هرات د اختیارالدین په لرغونې کلا کې دنده ترسره کوي.

په هرات کې حمامونه

هرات کې د زعفرانو د ګل نندارتون

د هرات جامع جومات بیارغول کېږي

دا کلا چې په ورځ کې شاوخوا څلوېښت کورنۍ او په میاشت کې تر شلو بهرني سیلانیان یې لیدو ته راځي د هرات تر ټولو ستره لرغونې ودانۍ ده.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست د ګرځندوی د څانګې مشر وحید سلطاني د پاتې سلګونو نورو لرغونو سیمو او ودانیو په اړه اندېښمن دی: "موږ پخپل تشکیل کې مشخصاً درې تنه د ګرځندویانو د لارښوونکو په توګه لرو چې هغه هم یوازې په اختیارالدین کلا کی دنده لری او موږ یی کله کله په نورو سیمو کی هم په کار ګومارو. خو هره مهمه ودانۍ یی باید ولري. مثلا د لرغونو منارو سیمه، د ګازرګاه سیمه، او ډيری نورې مهمې سیمې لارښوونکو ته اړتیا لري. "

Image caption دا درې لارښوونکي د هرات د اختیارالدین په لرغونې کلا کې دنده ترسره کوي.
Image caption الهه فروتن: ''ګرځندویان به جذب او پرېمانه پيسې به ترلاسه کړي''

دا تشه به په اسانۍ ډکه نه شي، خو دې هدف ته د رسېدو لپاره چارواکو له بهرنیو موسسو هم د مرستو غوښتنه کړې.

مخکې یې په ۲۵ ښوونځیو کی په سلګونو زده کوونکو ته په دې اړه لومړني معلومات په کارځایونو کې ورکړي او اوس غواړي شپږ میاشتني کورسونه جوړ کړي.

د یادې موسسې د کولتوري څانګې مشره (الهه فروتن) وایي، دا به دوی ته د راتلونکي لپاره د کار موندلو وړتیا ورکړي: "دا به وخت غواړي خو ګرځندوی داسې صنعت دی چې ډېر عواید خلکو ته ور په برخه کولای شي. که څوک وغواړي چی دا صنعت زده کړي او د ګرځندویانو د لارښوونکو په توګه وروزل شی، دوی به له دولتی چوکاټه بهر ټولنې جوړې کړي، ګرځندویان به جذب او پرېمانه پيسې به ترلاسه کړي."

په دې پروګرامونو کی له هیلپ موسسې سره د افغانستان د تلپاتې پراختیا موسسه هم همکاري کوي.

Image caption اختیار الدین کلا چې په ورځ کې شاوخوا څلوېښت کورنۍ او په میاشت کې تر شلو بهرني سیلانیان یې لیدو ته راځي د هرات تر ټولو ستره لرغونې ودانۍ ده.

د نوموړې موسسې مشره (الهه بنایي) وایي، په ښوونځیو کې په دې برخه کې ترسره شوي ښوونیز پروګرامونه ډېر موثر و: "هغه زده کوونکو چې په دې اړه یې په ښوونیزو کارځیونو کې ګډون کړی و، ښې څیړنې یې ترسره کړې دي. دوی پخپل کار کې بریالي دي. زه ویلی شم چې که دوی فعالیت ولري د راتلونکي لپاره به ډېر بریالي لارښوونکي وي."

داسې فکر کیږي چې د ګرځندوی په برخه کې روزل شوي ځوانان به په اسانۍ په خصوصی سکټور کې د کار موکه ترلاسه کولی شی، ځکه په هرات کې ګڼ شمېر هوټلونه او تفریحي ځایونه هم جوړ شوي چې د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو د پالنې لپاره لارښوونکو ته اړتیا لري.

اړونده مطالب

ورته مطالب