کندوز کې جګړه استوګن سیمو کې روانه ده
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندوز کې جګړه استوګن سیمو کې روانه ده

د افغانستان په کندز ولایت کې حکومت د ځینو سیمو له لاسه ورکولو وروسته له طالبانو سره د جګړې لپاره تازه دمي ځواکونه لېږلي دي.

د جګړې پر لومړۍ کرښه کې بي بي سي ته ویل شوي، نښتې د مېشت ځایونو په منځ کې کېږي او ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو وتلي دي.

له تېرو څو ورځو د تخار او کندز لویه لاره هم وسله والو تړلې ده.

نور جزییات د سیدعبدالله نظامي په رپوټ کې.