طالبانو د ديني عالم عبدالغفور پیروز وژنه ومنله

د انځور حقوق ABDUL GHAFOOR PAIROZ
Image caption عبدالغفور پېروز د یکشنبې (۷ د مې) ګهیځ مهال خپل کور ته څېرمه موټر سایکل سپرو په ډ‌زو وواژه او پخپله وتښتېدل.

طالبانو په کندهار کې د یوه ځوان ديني عالم او ټولنیز فعال عبدالغفور پیروز وژنه ومنله. دغې ډلې رسنیو ته استولې یوه وینا کې ښاغلی پېروز له امریکایانو سره په مرستې او له هغه څه سره چې دوی یې جهاد بولي، په مخالفت تورن کړی دی.

عبدالغفور پېروز د یکشنبې (۷ مې) ګهیځ مهال خپل کور ته څېرمه موټر سایکل سپرو په ډ‌زو وواژه او پخپله وتښتېدل.

کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو دیني عالم وژلی

په غزني کې د ماين چاودنې ديني عالم وژلی دی

۳۱ کلن پیروز د کندهار ښار اوسېدونکي و او لوړې اسلامي زده کړې یې پاکستان کې کړې وې.

د وژل شوي دیني عالم غفور پیروز ورور زبیر افغان وایي ورور او کورنۍ یې له هېچا سره دښمني نه درلوده.

ښاغلی افغان وایي ورور یې ښایي هغو کسانو وژلی وي، چې له هغه سره یې فکري مخالفت درلود:

"د وطن حالاتو او د ده فکري ارتقا ته مو چې کتل، له ده سره د خلکو مخالفت د ده دفکر له کبله و، موږ هېچا ته د یوې روپۍ تاوان هم نه دی اړولی."

عبدالغفور پیروز شاوخوا ۵۰ دیني کتابونه لیکلي او له بېلابېلو ژبو ژباړلي دي.

نوموړي پر خواله رسنیو هم خورا فعال و او د ګڼو لیکنو منځپانګې یې په افغان ټولنه کې ناسم دودونه، روانه جګړه او ورته نور موضوعات جوړول.

په کندهار کې مدني فعال فضل باري بریالی وایي، ښاغلي پیروز د ټولنې اصلاح او خلکو ويښتیا د ځان او د نورو ځوانانو دنده بلله.

د ښاغلي بریالي په خبره پیروز به تلل ورته ویل، چې تر وجدان وژنې ځان وژنه غوره بولي:

"پیروز نه یوازې یو دیني عالم و، بلکې یو ډېر ښه لیکوال، ښه ژباړن او مفکر ځوان و، هغه ډېره خندانه څېره لرله، له ټولنې سره یې ډېره خواخوږي لرله. هغه د کندهاري ټولنې د ویښولو لپاره کار کاوه."

ښاغلي پیروز د ګڼو موضوعاتو اړوند نسبتاً پراخ لیدلوری درلود.

نوموړي څه موده وړاندې له بي بی سي سره مرکه کې د نوي کال (نوروز) لمانځنه د نورو دیني عالمانو خلاف د افغان کلتور یوه برخه بللي وه چې په وینا یې له اسلام سره هېڅ ډول ټکر نه لري:

"نوروز زموږ یوه کلتوري مېله ده، تر اسلام وړاندې دا مېله لمانځل شوې ده، اسلام له دا ډول فرهنګي مېلو سره مخالفت نه لري."

عبدالغفور پیروز د کندهار میرویس نیکه پوهنتون د حقوقو پوهنځي د لومړی کال محصل و.

نوموړي واده درلود او درې زامن ترې پاتې شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب