د پروان د عالمانو شورا مشر وژل شوی

د انځور حقوق .
Image caption پروان نسبتاٌ امن ولایت بلل کېږي.

د کابل شمال ته د پروان امنیه قومندان وايي، د دغه ولایت د عالمانو شورا مشر په چاودنه کې وژل شوی دی.

د محمد زمان مموزي په خبره، ماین د چاریکار ښار په عیدګاه جومات کې د مولوي عبدالرحیم حنفي تر توشک لندې اېښودل شوی و.

نوموړي بي بي سي ته وویل، چاودنه د سې شنې په سهار نږدې اته بجې هغه مهال وشوه چې مولوي عبدالرحیم حنفي خپلو زدکوونکو ته درس ور کاوه.

ښاغلی مموزی زیاتوي چې په دې پېښه کې شپږ زدکوونکي هم وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي وو.

د هغه په خبره، دا ماین وسلوالو طالبانو اېښی و.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو په کندهار کې یې د ځوان د یني عالم عبدالغفور پیروز وژنه منلې ده.

عبدالغفور پېروز د یکشنبې (۷ مې) ګهیځ مهال خپل کور ته څېرمه موټر سایکل سپرو په ډ‌زو وواژه او پخپله وتښتېدل.