له برتانیا افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۱۴ کال برتانیا په افغانستان کې یرغلیز ماموریت پای ته ورساوه او ډېر سرتېري یې هېواد ته ستانه شول.

ناټو له برتانوي چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نورو سرتېرو پر استولو غور وکړي.

دمګړۍ برتانیا په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري چې د کابل په امنیت ټینګولو کې مرسته کوي او افغان ځواکونه روزي.

د بي بي سي د معلوماتو له مخې، څو اونۍ مخکې له برتانوي چارواکو دا غوښتنه شوې ده.

* "امریکا بیا له طالبانو سره جګړه کې ښکېلیږي"

* د افغان جګړې لپاره د امریکا د نوې تګلارې درې مهم ټکي

ټاکلې ده د ناټو سرمنشي د چارشنبې په ورځ په ډاونېنګ سټریټ کې د برتانیا له لومړۍ وزیرې تریزا مې سره وویني او پر دغه مسله ور سره خبرې وکړي.

له برتانیا دا غوښتنه په داسې مهال ده، چې امریکا هم په افغانستان کې د خپلو سرتېرو پر زیاتولو غور کوي.

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزارت له وسلوالو طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته لږ تر لږه د ۳۰۰۰ تازه دم سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.

د انځور حقوق PA
Image caption دمګړۍ برتانیا په افغانستان کې نږدې ۵۰۰ سرتېري لري.

برتانیا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ زېږیز کال پورې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او القاعده پر ضد جګړه کې ښکېله وه.

د دغه هېواد وروستي ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر کې له افغانستان ووتل، خو ۴۵۰ سرتېري یې د افغان پوځ د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ لپاره پاتې شول.

* نړیوال ځواکونه د افغانستان په نوې "لویه لوبه" کې خپل زور ازمويي

* واشنګټن پوسټ: "افغانستان کې امریکايي ځواکونه نامعلوم راتلونکی لري"

تېره میاشت وسلوالو طالبانو پسرلني عملیات (منصوري) اعلان کړل. دا اعلان په بلخ کې د افغان ځواکونو پر مرکز له برید او د ۱۳۵ سرتېرو تر وژنې نږدې اونۍ وروسته و.

دا ډله وايي، روان کال به مختلف پوځي او سياسي تکتیکونه وکاوري او بهرني ځواکونه به یې مهمې موخې وي.

د برتانیا د دفاع وزارت ویاند وايي، هېواد یې په افغانستان کې د خپل رول منظمه کتنه کوي، چې باوري شي، د دې ماموریت اړتیاوې یې پوره کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکلې ده د ناټو سرمنشي د چهارشنبې په ورځ د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره پر اړوند مسله خبرې وکړي.

ورته مطالب