"په هرات کې ۷ ولسي وګړي وژل شوي"

د انځور حقوق .
Image caption په دې چاودنه کې دوه ماشومان، درې ښځې او دوه سړي وژل شوي د ي.

د افغانستان په لوېدیځ هرت ولایت کې امنیتي چارواکي وایي، د سړک غاړې چاودنه کې اوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وايي،دا کسان تېره ورځ په ادرسکن ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د هغه په خبره، د دې کسانو موټر په (خم خربند) سیمه کې پر اېښودل شوي بم ختلی دی.

د پولیسو ویاند وايي، په دې چاودنه کې دوه ماشومان، درې ښځې او دوه سړي وژل شوي د ي.

خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې "تراوسه دا خبر تاییدولی نه شي".

تراوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

د سړک غاړې بمونه په افغان جګړه کې یوه خورا مرګونې وسله ده.

رسمي سرچینې وايي، چې د طالبانو، حقاني شبکې او داعش یا اسلامي دولت په څېر وسلوالې ډلې له دې بمونو ډېر کار اخلي.

تر ډېره دا ډلې لاس جوړ بمونه په سړکونو کې ښخوي او تر ډېره یې ولسي وګړي قرباني کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ادارې یا یوناما د شمېرو له مخې پر ۲۰۱۶ کال ۳۴۹۸ ولسي وګړي د افغان جګړې قرباني شوي.

په دغو کسانو کې ۷۰۰ د بم جاودنو ښکار شوي دي.

د دې دفتر د روان کال د لومړیو دریو میاشتو د رپوټ له مخې په دغه مهال چې ۷۱۵ ولسي وګړي وژل شوي، ۱۲۶ یې د لاس جوړ بمونو له امله خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.