"د افغانستان د تېلو د مالیې سلګونه میلیونه ډالر ضایع کېږي"

تېل د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان ته هره ورځ درې ډوله تېل واردیږي، هغه تېل چې ترې مالیه اخیستل کېږي، معافي تېل او هغه چې قاچاق کېږي.

د بي بي سي له خوا تر سره شوې پلټنې ښيي چې افغان دولت د تېلو له درکه د کال له شاوخوا نیم میلیارد ډالره عوایدو محرومېږي.

د افغانستان د نفتي موادو اداره وايي، دې هېواد کې هر کال د شاوخوا څلور میلیارده ډالرو په ارزښت د تېلو تجارت کېږي.

د دې ادارې په وینا که د دې تجارت مالیې په سم ډول راټولې شي د افغان دولت د ملي بودیجې ډېره برخه جوړوي. هغه ادعا چې د مالیې وزارت یې نه مني.

افغانستان ته هره ورځ درې ډوله تېل واردیږي، هغه تېل چې ترې مالیه اخیستل کېږي، معافي تېل او هغه چې قاچاق کېږي.

اټکل شوی چې افغانستان ته له څلور میلیون متریک ټنه تېلو څخه یوازې د نیږدې ۱٫۳ میلیونو نه مالیه اخیستل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د نورم او ستندرد ادارې مشر نقیب الله فایق وايي:"څه باندې ۱٫۳میلیون ټنه نفتي مواد په تېره بیا پطرول او ډیزل زموږ، د نفتي موادو ادارې او د افغانستان په ګمرک کې ثبت شوي دي".

په دویمه کټګورۍ کې لویه اندازه تېل افغانستان ته د بهرنیو او افغان ځواکونو د کارونې لپاره له مالیې ورکولو پرته واردېږي.

د نورم او ستندرد ادارې مشر وايي، هغه ادارې چې د نفتو د بازار د تنظیم او څار مسولیت لري هم د تېلو له قرارداونو بې خبره دي.

د ښاغلي فایق په وینا "احتمالا نژدې یو میلیون ټن معافي تېل دي چې دغه نژدې ۲۰۰ ډالره مالیه نه ورکوي او له ټیسټ ازمایښت پرته په دې نامه چې نړیوالو ځواکونو ته وړل کېږي. یو اندازه دوی ته وړل کېږي او پاتې برخه یې هلته داسې لیکي چې ګواکې پاتې تېل هم د دوی ذخیرو ته لېږدول شوي. حال دا چې تاسې حیرتان ته لاړ شئ، کولای شئ سل ټانکره په تورغونډۍ او اقینه کې وپېرئ".

اټکل شوی چې د معافي تیلو په نامه هرکال شاوخوا ۱٫۵ میلیون متریک ټنه تېل افغانستان ته واردېږي.

د چارواکو په وینا، که له دې تېلو مالیه واخیستل شي، د افغان دولت خزانې ته به تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو ډېرې پیسې راټولې شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لویه اندازه تېل افغانستان ته د بهرنیو او افغان ځواکونو د کارونې لپاره له مالیې ورکولو پرته واردېږي.

د افغانستان د نفتي موادو ادارې مسول ولید تمیم وايي، د دوی موندنې ښيي چې معافي تېل د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.

ښاغلی تمیم وايي: " له بده مرغه چې موږ دا تصدیق هم کړه چې د افغانستان په بازارونو کې له ګمرکي مالیې معاف تېل شته، ان موږ داسې اسناد هم لرو چې د تېلو ټانکرونو لاندینۍ برخه کې داسې ټانکۍ جوړوي چې پکې تر ۶ ټنو زیات تېل په پټه توګه راوړل کېږي چې وکولای شي مارکیټ کې رقابت وکړي ځکه د یو اندازه تېلو مالیه ورکوي او د یوې برخې نه ورکوي."

بلې کټګوري کې هغه تېل دي چې د افغانستان له پرانیستو پولو دغه هېواد ته په قاچاقي ډول راوړل کېږی. د دې تېلو اندازه نژدې یو میلیون متریک ټنه اټکل شوې.

د تېلو یو افغان سوداګر د نوم نه ښودولو په شرط بي بي سي ته وویل، د دې ډول تېلو کیفیت ډېر ټیټ دی.

افغانستان ته تر ډېره له ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، ازربایجان او یو اندازه له پاکستانه واردېږي.

افغانستان کې د تېلو بیه بدلېږي را بدلېږي، خو تر ډېره د یوه لیتر تېلو قیمت د ۴۰ او ۵۰ افغانیو ترمنځ وي او له هر متریک ټنه تېلو شاوخوا ۲۰۰ امریکايي ډالره مالیه اخیستل کېږي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو معین راشد پوپل وايي، د نفتي موادو مالیه د افغان دولت د عاید ډېره برخه جوړوي. دی وايي: "زموږ د ګمرکي محصول عاید په منځني ډول نژدې ۱۰.۸ میلیارده افغانۍ کېږي".

۱۰ میلیارده افغانۍ څه باندې ۱۶۱ میلیونه ډالر کېږي. که له یو متریک ټنه تېلو ۲۰۰ ډالره مالیه اخیستل شوې وي، د ۱٫۳میلیونه متریک تېلو مالیه کلنۍ څه باندې ۲۳۰ میلیونه ډالره کېږي.

د افغانستان د نفتي موادو اداره وايي چې افغانستان ته له یوې نیمې لسیزې راهیسې په قاچاقي ډول تېل واردېږي.

چارواکي وايي، دې هېواد کې د ازاد بازار نظام له نفتي موادو ادارې د څار مسولیت اخیستی او د دوی په وینا دا په بازار کې د قاچاقي تېلو پېر او پلور د مخنیوي پر وړاندې یو خنډ بلل شوی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي د تېلو په قاچاق کې د افغانستان یو شمېر سرحدي پولیس هم لاس لري.

د افغانستان د نفتي موادو ادارې چارواکي وايي، ډېری شرکتونه له کلونو راهیسې له مالیې ورکولو تښتي. دوی وايي: " د شاوخوا څلور میلیارده ډالرو په ارزښت تجارتي سکټور وي، د دې کلنۍ ونډه د ارزښت وړده یعنې کولی شي د ملي عاید په رشد کې تر ۶۰ یا ۷۰ سلنه لوړوالی راولي."

ادعا کېږي چې افغانستان ته د تېلو واردوونکي ډېری شرکتونه ځینو حکومتي چارواکو، د پارلمان غړو او ځايي زورواکو پورې تړلي او دولت نشي کولی له دوی مالیه واخلي.

د مالیې وزارت د مالیې د برخې مسول په دې تړاو له موږ سره خبرو ته حاضر نه شو.

خو زموږ د ایمېل په ځواب کې یې د مالیې د نه ورکولو په تړاو د ډېری شرکتونو د تېښتې خبره رد کړه او لیکلي یې دي چې که د نفتي موادو اداره په دې تړاو کوم سند لري دوی ته دې یې وړاندې کړي.

ویل کېږي د تېلو په قاچاق کې د افغانستان یو شمېر سرحدي پولیس هم لاس لري.

هڅه مو وکړه چې د دې تورونو په تړاو د کورنیو چارو وزارت له چارواکو نظر واخلو، خو له هڅو سره سره هغوی په دې تړاو خبرو ته حاضر نه شول.

اړونده مطالب