یوه شپه کې دوو خویندو سره نکاح کونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو

د انځور حقوق .
Image caption نجلۍ ویلي و، مېړه د دې له طلاق پرته د دې له ۱۳ کلنې خور سره نکاح کړې وه

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کې یوې سیمه ییزې محکمې ولایت خان نومي هغه سړی په ۱۸ کاله بند محکوم کړی چې په یوه شپه له دوو خویندو سره په نکاح تورن شوی و.

د نوموړي دوو ملګرو ته ۱۷ کاله او هغه ملا ته چې د دواړ خویندو نکاح یې له ولایت خان سره تړلې وه، د اووه کاله بند سزا ورکړل شوې ده. یو بل تورن کس د ثبوت نه شتون له کبله خوشی شوی دی.

د پولیسو په وینا دغه ځوان خپله مېرمن د واده په لومړۍ شپه په دې تور چې ګواکې باکره نه وه د پلار کره استولې وه او د هغې ۱۳کلنه خور یې په زور او وهلو له ځان سره بیولې وه.

عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ پاک لمنې ده

د ننګرهار ولایت د استناف محکمې مشر،عبدالولي قاضي زاده بي بي سي ته وویل، ولایت خان د خېوې په لومړنۍ محکمه کې په ۱۸ کاله بند محکوم شوی دی او ورسره جرم کې شریکو درېیو کسانو نه هر یوه ته د ۱۷ کاله او هغه ملا ته چې د دواړو خوېندو نکاح یې له ولایت خان سره تړلې وه د اووه کاله بند سزا ورکړل شوې ده.

د ښاغلي قاضي زاده په وینا تورنو کسانو د استناف غوښتنه کړې. دوی دوې نورې محکمې په مخکې لري او وروستۍ هغه به یې د سزا پلې کولو حال نهايي کوي. د پېښې پر مهال پولیسو ویلي و، له ښکېلو ۱۶ کسانو یې شپږ نیولي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دغه قضیه کې د نورو ترڅنګ هغه ملا هم نیول شوی، چې د مرحبا نکاح يې تړلې

د نجونو پلار نادرخان ټولو ښکېلو کسانو ته د سزا غوښتنه کوي.

ولایت خان چې په یوه شپه یې دوې خوېندې ځان ته واده کړې وې، د قومي مشرانو په منځګړیتوب یې له هغې ۱۳ کلنې نجلۍ سره پولیسو ته ځان سپارلی و چې د بلې خورا پرځای بیول شوې وه.

دواړه خویندې اوس مهال د ننګرهار ولایت امن کور کې دي.

دغې پیښې له ځان سره ګڼ غبرګونونه درلودل، خو راوروسته موده کې د محکمې بهیر په تړاو ډېر څه نه ویل کېدل.

افغانستان کې د پېښو پر څېړنه او ګنهګارو ته دسزا ورکړه له دې امله تر نیوکو لاندې ده، چې د ځینو په اند پر خپل وخت قضيي نه نهايي کېږي، خو دا یوه جلا پېښه وه چې د کلونو پرځای میاشتې وروسته یې د پایلې څرک ولګېد.

اړونده مطالب