افغان ځواکونه د زېباک ولسوالۍ د نیولو دعوه کوي

د انځور حقوق .
Image caption د زیباک په ناامنه کېدلو سره د نورو ولسواليو د ناامنۍ وېره وه.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې افغان چارواکي وايي، د دغه ولایت زیباک ولسوالي یې له وسلوالو طالبانو بېرته نیولې ده.

طالبانو نږدې ۱۳ ورځې وړاندې دا ولسوالي نیولې وه.

د بدخشان امنیه قومندان محمد نبي بیان بي بي سي ته وویل، چې دمګړۍ افغان ځواکونه د ولسوالۍ په مرکز کې دي او وسلوالو طالبانو وردوج ولسوالۍ ته شاتګ کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې حکومتي ځواکونه په زیباک کې خپل مرکزونه پیاوړي کوي او له هغه وروسته د وردوج ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پیلوي.

د بدخشان ولایت زېباک ولسوالۍ طالبانو نیولې

د بدخشان له ماینونو 'پاکو' سیمو کې لا هم ماینونه شته

د شمال ختیځ زون کې د پولیسو ویاند محفوظ الله اکبري هم رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د افغان ګډو ځواکونو په تېره قومندو سرتېرو په عملیاتو کې یې پر دغه ولسوالۍ بیا ولکه کړې ده.

نوموړي وسلوالو طالبانو ته د ډېرې مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعا هم کړې ده، خو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

زیباک ولسوالي د بدخشان له مرکز فیض اباد ښار ۱۲۰ کیلومتره لرې له پاکستان سره پوله لري.

دا ولسوالي له دې مخکې امن وه او د طالبانو لاسته په ورتللو له تاجکستان سره پر پوله د بدخشان د سرحدي ولسوالیو(اشکاشم، شغنان او واخان) د ناامنه کېدلو وېره وه.

وسلوال طالبان لا هم د بدخشان پر یمګان او وردوج ولسوالیو ولکه لري..