ځینې جهادي مشرانو پر اوسني افغان وضعیت اندېښنه وښوده

د انځور حقوق .
Image caption صبغت الله مجددي دا هم وویل، چې ډېر بوډا شوی او ښايي دا یې د مخه ښې چانس وي.

د افغانستان پر حکومت د ځینو نیوکو په دوام نن یو شمېر سیاسي او جهادي مشران کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې راټول شول او د هېواد له سیاسي وضعیت او په تېره بیا د حکومت له چلند یې نارضایتي وښوده.

پخواني مرستیال ولسمشر او د حزب وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي وویل، ورځ تر بلې په حکومت کې نیمګړتیاوې او منفي پدیدې ډېرېږي او د افغانستان ټول خلک له دې وضعیته اندېښمن دي.

* 'د افغانستان په اړه پښه نیولی نوی ډیلی'

* ناټو افغانستان ته اف ۱۶ جنګې الوتکې لېږدوي

ښاغلي خلیلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ټولو قومونو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دې کار لپاره اړتیا ده په ټولو برخو کې عدالت په پام کې ونیول شي.

"یووالي او ورورولي هله راځي چې عدالت پلی شي. په ټولو برخو کې، په بیارغونه او پرمختیا کې عدالت. د هېواد په دولتي ادارو د ټولو خلکو د حضور او په نورو بېلابېلو برخو کې عدالت. راځي چې په یوه غږ د عدالت شعار ته عملي بڼه ورکړو".

ښاغلي خلیلي وویل، پر حکومت د دوی د نیوکو هدف د نظام تخریب نه دی بلکې له حکومت اصلاحات غواړي.

د انځور حقوق .
Image caption کریم خلیلي وویل، په حکومتي چارو کې باید عدالت پلی شي.

د افغانستان د پارلمان پخواني رییس او د حراست او ثبات شورا غړي محمد یونس قانوني وویل، افغانستان له کړکېچ سره مخامخ دی او دا وضعیت د ده په خبره د منلو نه دی.

هغه وویل، له کړکېچه د وتلو لپاره یوه منطقي کړنلاره باید ولټول شي چې د افغان قومونو او مذهبونو رنګارنګي پکې د یوه واقعیت په توګه په پام کې ونیول شي.

"ټولنیز عدالت په افغانستان کې د ټیکاو تله او تضمینوونکی دی. که موږ قومي رنګارنګي په رسمیت ونه پېژنو، او پرځای د یې حذف سیاست ته مخه کړو، نو نه یوازې د افغانستان کړکېچ به حل نشي، بلکې نوره به هم پېلې شي".

* د افغانستان د دفاع وزير او لوی درستيز استعفا

* یوناما: افغانستان له فساد سره مبارزه کې پرمختګ کړی

د حراست او ثبات شورا بل غړي عمر داوودزي هم په افغانستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په اشاره وویل، څه وشول چې یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو راتګ ته اړ شوو؟

هغه وویل، دولت بهرنۍ او د ګاونډیانو لاسوهنو ډېرېدل ددې وضعیت لامل بولي، خو دده په باور حقیقت دا دی چې د دولت کمزوری مدیریت، د امنیتي او سیاسي ارګانونو په چارو کې بېځایه لاسوهنه او د امنیتي ادارو قومي کولی ددې وضعیت اصلي لاملونه دي.

ښاغلي داوودزي وویل، دولت باید خېلې تېروتنې ومني او د اصلاحاتو پر لور ګام واخلي.

پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي بیا په زغرده پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکې وکړې چې ګواکې په حکومتي چارو کې له ده سره مشوره نه کوي.

مجددي تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي غني ملاتړ کړی او هغه هم ویلي و چې که د خپل حکومت پرمهال په ناسمه لاړ نو مجددي به یې لارې ته راولي.

د انځور حقوق .
Image caption عمر داودزِي پر حکومت غږ وکړ چې نیمګړتیاوې باید ومني.

"ولسمشر دا خبره کړې وه چې زه خو په دغه ډول پر سیاسي لارې روان یم، که پښه مې غلطه کېښوده او پر ناسمې لارې لاړم نو د حضرت صاحب د ژبې تېزه توره شته چې ما سمې لارې ته راولي، دا یې خپلو ویناو کې ویلي و. خو اوس هغه خبره هېره ده. دا ولسمشر دې پوه شي، چا چې ولسمشر کړې بېرته دې ترې کوزولی هم شي".

ښاغلي مجددي وویل، ددغه حکومت دوام غواړي خو شرط یې دا دی چې رښتیني او ژور اصلاحات راولي.

د افغانستان پر حکومت ددغو سیاسي او جهادي مشرانو نیوکې داسې مهال مخې ته راځي چې وړاندې تردې یو شمېر سیاسي څېرو ولسمشر اشرف غني د حکومتي واک پر انحصار تورن کړی.

خو حکومتي چارواکي دا ادعاوې ردوي او وایي، خلک ځکه داسې فکر کوي چې د حکومت د مدیریت او رهبرۍ نوې کړنلارې سره روږدي نه دي. د حکومت په وینا په نوې کړنلاره کې واک له یوه کس نه میکانیزم ته لېږدول شوی چې دولتي بنسټونه دي.

ورته مطالب