د امریکايي استخباراتو مشر: ۲۰۱۸ کې به د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت نور ترینګلی شي

دان کواټس د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکايي استخباراتو مشر طالبانو ته د ماتې ورکولو لړ کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه 'ډاډمن' نه دی.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر دان کواټس ویلي، د امریکا او متحدانو له اضافي د پوځي مرستو له زیاتېدو سره سره به په ۲۰۱۸ کال اوږدو کې د افغانستان سیاسي او امنیتي حالت نور هم ترینګلی شي.

ښاغلي کواټس د امریکا د سنا استخباراتي کمېټې ته ویلي، ډېر احتمال شته، چې وسله وال طالبان د افغانستان کلیوالو سیمو کې خپل نفوذ ډېر کړي او 'ناوړه اقتصادي حالت ' به افغان حکومت بې وسه کړي.

د نوموړي په وینا پر بهرنیو مرستو د افغان حکومت د تکیې کمولو هڅې هغه مهال ښې پایلې درلودلای شي، چې د وسله والو مخالفینو نفوذ لږ شي او یا حکومت له طالبانو سره روغې، جوړې ته ورسېږي.

امريکا په افغانستان کې خپل تر ټولو زورور بم کارولی

امریکايي پوځ افغانستان کې د سرتېرو ډېرول غواړي

د امریکايي استخباراتو مشر طالبانو ته د ماتې ورکولو لړ کې د افغان ځواکونو د وړتیا په اړه 'ډاډمن ' نه دی. ښاغلي کواټس ویلي:

'' د طالبانو د بریدونو تکتیکونو، تلفاتو، د پوځ له لیکو د سرتېرو تېښتې، لوژستیکي مرستو کمزورۍ او ضعیفه مشرتابه له کبله به د افغان ځواکونو پر فعالیت ناوړه اغېز وشي. ''

افغانستان کې امریکايي او ناټو چارواکي وايي، د هېواد د نفوس ۶۲ سلنه او د خاورې ۵۷ سلنه برخه د حکوت کنترول کې دي.

دا وروستیو کې د یو شمېر امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي وو، چې ګواکې ځینې امریکايي چارواکي غواړي له طالبانو سره د مبارزې لپاره لږ تر لږه ۳۰۰۰ نورامریکايي سرتېري افغانستان ته ولېږل شي.

د دغې طرحې له مخې، چې د واشنګټن پوسټ او نیویارک ټایمز په ګډون ځینو ورځپاڼو یې رپوټونو کې یادوونه کړې، افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو قومندانانو ته اجازه ورکول کېږي، چې دغه هېواد کې د طالبانو مشران په هوايي بریدونو کې په نښه کړي.

د انځور حقوق PA

ویل کېږي دغه طرح به د تایید لپاره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته وړاندې کېږي، خو امریکايي چارواکو په رسمي توګه په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر به د مې میاشتې پر ۲۵ مه د ناټو سازمان غړو هېوادونو په سر مشریزه غونډه کې ګډون کوي او تمه کېږي، چې نوموړي به تر هغه مهاله د افغانستان جګړې کې د امریکا تګلاره څرګنده کړې وي.

ورته مطالب