افغان پوځ رد کړه چې موټر یې عراق کې دی

عراق د انځور حقوق Courtney Body
Image caption پر دغه خړ رنګه رنجر موټر د افغانستان د ملي اردو نښان او د دغه هېواد درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د امریکا یوې ویب پاڼې تاسک اند پرپوز (TASK AND PURPOSE ) د عراق په موصل ښار کې د هغه رنجر موټر انځور خپور کړی ادعا کوي د افغان پوځ دی او عراقي ځواکونه یې کاروي.

پر دغه خړ رنګه رنجر موټر د افغانستان د ملي اردو نښان او د دغه هېواد درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د امریکا پخوانیو پوځیانو ته منسوبه وېبپاڼه ټاسک اند پرپوز وایي، په عراق کې یې قراردادي خبریاله کورټني باډي هغه وخت هکه حیرانه شوه چې موصل ښار ته په لاره یې "د افغانستان د ملي اردو " په یوه رنجر موټر سترګې ولګیدې.

خبریالې باډي شپږ کاله افغانستان کې هم د جګړو له کرښو راپورونه ورکړي او د افغانستان د ملي اردو له موټرو سره ښه بلده ده.

ټاسک انډ پرپوز وېبپاڼې د دغه رنجر موټر انځور هم خپور کړی چې عراقي پوځیان په کې لیدل کېږي. خو ویل شوي خبریالې دا نه ده معلومه کړې چې دا موټر د عراق له رسمي پوځیانو سره و او که له هغو ملیشو سره چې د پوځ یونیفورم یې اغوستی.

د انځور حقوق Courtney Body Instgram
Image caption کورټني باډي پر خپل فېسبوک او اېنستاګرام دا عکس خپور کړی او ادعا کوي چې دا په عراق کې د افغان پوځ موټر دی.

افغان حکومت په دې اړه حیرانتیا ښيي او وايي، چې ممکن کوم چا شخصي غرض لپاره دا کار کړی وي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي: " موږ به دا خبره وڅېړو چې څنګه د افغان پوځ نښان پر دغه موټر لګېدلی، خو هېڅکله داسې نه دي شوي چې د افغان پوځ وسایط دې موږ بل چا ته ورکړي وي".

ښاغلی وزیري زیاتوي چې دغه موټرونه امریکا دوی ته ورکړي او له شرکتونو سره یې هم امریکا په خپله قرار داد کوي.

دا څه نوې خبره نه ده چې د افغان امنیتي ځواکونو تجهیزات له غلو او حتی وسله والو مخالفینو سره لیدل کېږي خو دا لومړی ځل دی چې له هېواده بهر د افغان پوځ نښان پرې وهل شوی موټر لیدل کېږي.

وروستی خونړی برید چې په بلخ کې پر شاهین قول اردو وشو هم د ملي اردو له موټرو په کې ګټه اخیستل شوې وه.

اړونده مطالب