ننګرهار: د ښوونکو او حکومت تر منځ ناندرۍ تر زنداني کېدو رسېدلې

Image caption څو میاشتي کېږي، چې معلمین له حکومت نه دابادۍ ځمکه غواړي

د کامې ولسوالۍ یو شمېر ښوونکو له هغه وروسته ولسوالۍ ته ورغلې لار وتړله، چې تېره ورځ ترې پولیسو ۲۰ پورې ملګري ونیول.

پرون د دغې ولسوالۍ ښوونکو هغه ځمکه کې کار کول پیل کړي وو، چې حکومت وايي، پر همدغه ځای د شاوخوا ۴۰ میګا واټه بریښنا کوټ دجوړولو پلان لري.

د ننګرهار دولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کامه وال دواړه لوري پړه بولي، وايي حکومت په دې ګرم دی چې خپله ژمنه نه عملي کوي او ښوونکي په دې چې ناسمه ځمکه غواړي.

ولسمشر غني ته د داعشي قومندان د اس ډالۍ

یوه شپه کې دوو خویندو سره نکاح کونکی په ۱۸ کاله بند محکوم شو

نوموړی وايي، دغه ځمکه د سېلاب تر ګواښ لاندې ده او که په راتلونکې کې پرې برېښنا بند جوړیږې بیا به د کورونو ړنګول ناشوني وي.

څو میاشتي کېږي، چې معلمین له حکومت نه دابادۍ ځمکه غواړي. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، حکومت ښوونکو ته په بل ځای کې د ځمکې ورکړې ته چمتو دی، خو معلمین هغه ځمکه غواړي ،چې حکومت پرې دبرېښنا کوټ جوړولو هوډ لري.

څو میاشتې وړاندې د کامې ولسوالۍ ښوونکو د ځمکې د نه ورکړې له امله د ښوونځیو دروازې هم تړلې وې، چې له څو ورځني کار بندیز وروسته د یو جوړ جاړي په ترڅ کې ښونځي پرانیستل شول، خو موضوع هغسې چې ښوونکي ېې وايي حل نه شوه.

د ننګرهار چارواکي وايي ځکه یې ښوونکي ونیول چې په وینا یې د بریښنا کوټ ځمکه ېې لاندې کوله.

اړونده مطالب

ورته مطالب