حزب اسلامي وايي امنیتي ځواکونو ته یې د خپلو غړو ورپېژندل پیل کړي

حکمتیار د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د افغان حکومت هوکړې پر بنسټ د یاد حزب کدرونه هغه چې مخکیني حکومت کې یې کار کړی په حکومتي بنسټونو کې بیا باید وګمارلی شي.

د حزب اسلامي غړي وایي، افغان حکومت ته یې د خپلو ۳۵۰۰ وسله والو نوم لړ ورکړی چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې یې شامل کړي.

د دغه حزب په وینا، ډیری دغه کسان مسلکي دي او پوځي تجربه لري.

خو د دغو خواو ترمنځ د سولې د هوکړې د پلي کولو کمیسیون وایي دوی یوازې د سل تنو نوم لړ ترلاسه کړی دی.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي سره د افغان حکومت هوکړې پر بنسټ د یاد حزب کدرونه هغه چې مخکیني حکومت کې یې کار کړی په حکومتي بنسټونو کې بیا باید وګمارلی شي.

کابل ته د حکمتیار له راتګ نه شاوخوا یوه اونۍ وروسته اوس د دغه حزب مخکښ غړي وايي، چې د زرګونو کسانو نوم لړ یې دفاع وزارت ته سپارلی چې د ګومارنې او تقاعد په اړه یې پرېکړه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې تړون د سولې د عالي شورا مخکیني مشر پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ وشو

د اسلامي حزب ویاند قریب الرحمن سعید په دې اړه بي بي سي ته وویل چې نژدې ټولو دغو کسانو مسلکي روزنه لیدلې او مخکینیو دولتونو سره یې کار کړی دی. د حزب دا کدرونه چې پخواني پوځي کسان دي د جهاد په وخت کې له دغه ګوند سره یوځای شوي او ځینې یې پاکستان ته کډوال شوي هم ول.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د حزب اسلامي د زرګونو کسانو د نوم لړ ورسپارلو په اړه بې خبري ښيي خو وايي، هر هغه څوک چې په پوځ کې د شاملېدو شرطونه پوره کړي ګمارنه یې شونې ده.

د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړې د پلي کولو کمیسیون چې اوس د سولې بهیر اجرایوي دارالانشا ته اوښتی وايي، په دغه هوکړه کې د دغه حزب د کسانو په ګومارنې ټینګار شوی خو په وینا یې چې تر اوسه حزب اسلامي له خوا یوازې د سلو کسانو نوم لړ ور کړل شوی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption حزب اسلامي وايي، د سولې له هوکړې وروسته یې وسله والو له دولت سره جګړه بنده کړې.

د دغې دارلانشا د ستراتیژیکو اړیکو مشر احمد فرزان وايي، په دغه نوم لړ کې د پېژندل شویو کسانو په اړه بشپړ معلومات نه ول نو ځکه یې هغه بېرته اسلامي حزب ته استولی چې لا زیات معلومات ورکړي.

د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د سولې هوکړې پر بنسټ د دغه حزب نظامي برخه باید له منځه ولاړه شي او بې وسلې شي. د دغه حزب د معلوماتو پر بنسټ په کونړ، لغمان، ننګرهار او یو شمېر شمالي ولایتونو کې له وګړو یې د سلاح را ټولول پیل شوي.

حزب اسلامي وايي، د سولې له هوکړې وروسته یې وسله والو له دولت سره جګړه بنده کړې خو په هغو سیمو کې چې نور وسله وال دي د ځان د دفاع لپاره یې د افغان ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسېد

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ کابل ته د ګلبدین حکمتیار په راتګ سره سلګونه وسله وال یې چې درنې او سپکې وسلې یې درلودې د کابل په ښار کې لیدل شوي دي.

ورته مطالب