یوه اوونۍ وروسته چمن او سپین بولدک کې خلک لا هم کړېږي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زموږ همکار خدای نور ناصر چمن کې نوي جوړ شوي کمپ ته ورغلی او د سترګو لیدلی حال یې وړاندې کوي.

د افغانستان او پاکستان د امنیتي ځواکونو تر منځ د ډیورند پر کرښه تر وسله والې نښتې یوه اوونۍ وروسته لاهم سیمه ییز خلک د کرښې پر دواړو غاړو له ستونزو سره مخ دي.

ځینو ته اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو کورونو ته ستانه شي او ځینې په خپله نه غواړي له خپلو کورونو ووځي، ځکه یا د اوسېدو ځای نه لري او یا هم خپل کلي نه پرېږدي.

تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ځواکونو تر منځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستاني سرتېري نه یوازې د دوی لوري ته اوښتي وو، بلکې په سیمه کې یې د سر شمېرنې هڅه هم پیل کړې وه.

د ډیورنډ د پولې پر دواړو غاړو ولسي وگړي چې ډېری سره د یوه قام او کور دي، د دروازي د تړل کېدو له کبله یوې خوا ته ایسار پاتې دي. بله خوا د ستونزې د اوارۍ په برخه کې هم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی.

د بي بي سي خبريالان د کرښې دواړو غاړو، صفري نقطې ته ورغلي او وضعيت يې په خپلو سترگو ليدلى.

د ډیورند کرښې افغان لورې کې هم گڼ شمېر خلک له خپلو سيمو بي ځايه شوي ، سوداگر او هټۍ لرونکي د مالونو د لېږد رالېږد له پلوه ستونزې لري وايي سوداگري يې په ټپه ولاړه ده. پېرېدونکي هم د بازار له بندېدو او له نرخونو سر ټکوي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مامون درانی هغې سیمې ته ورغلی چې خلک یې د اوسنۍ ستونزې راتلونکې ته اندېښمن دي.

بله خوا خلک له دې اندېښمن دي چې ملکیتونه یې د ډیورند کرښې پر دواړه غاړو پراته دي او سیاسي پرېکړې به تر ټولو ډېر دوی زیانمن کړي.

پاکستاني چارواکو له ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ ‌‌کرښې سره څېرمه په زاړه چمن سیمه کې د پاکستان او افغان ځواکونو تر منځ له نښتې د اغیزمنو کورنیو لپاره کمپ جوړ کړی دی. په دغه کمپ کې له څلوېښتو بیا تر پنځوسو پورې کورنۍ اوسي. خو دغه کورنۍ وايي، د پاکستاني چارواکو له خوا ور سره هېڅ مرسته نه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

له یوې خوا د افغان او پاکستاني ګومارل شوو پلاوو تر ارزونو وروسته دواړه غاړې کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي او له بلې خوا د اوسني وضعیت دوام هغه خلک په کړاو کې ساتلي چې هسې هم، یوه حکومت هم د ژوند اسانتیاوې ورته نه دي برابر کړي.

ورته مطالب