م. م: 'جنرال رازق پخپله د بندیانو ربړونه کې لاس لري'

جنرال رازق
Image caption جنرال عبد الرازق د دغو تورونو او ادعاوو په اړه رویټرز خبري اژانس ته ویلي دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

په ملګرو ملتونو کې د ربړونې ضد کمېټې مشر جینز موډویګ وايي داسې راپورونه شته چې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبد الرازق شخصاً په خپله مستقیماً د زندانیانو په ربړونه کې لاس لري.

د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې کمېټه د هغو ادعاوو له امله ژوره اندېښنه لري چې وايي د کندهار پولیس له زندانیانو سره زور زیاتی کوي لکه دا چې د برېښنا شاټونه ورکوي، د خصیو ټکول، زندۍ کول او د زندانیانو معدې ته په زور د اوبو ننویستل.

دغه راز تور لګول شوی چې د کندهار پولیس په یو کسیزه خونو کې د زندانیانو په ساتلو، په زور د ورکولو، له تفکیک پرته د کسانو په نیولو او له قضايي اجرآتو پرته په نښتو کې د وسله والو په وژلو کې لاس لري.

جنرال رازق: له پولې هاخوا اورپکي په نښه کړئ

کابل کې شخصي زندان لرونکی امریکایی ومړ

د ملګرو ملتونو دغې کمېټې سپارښتنه کړې چې د شویو ادعاوو په اړه دې بې پرې او سم لاسي پلټنې وشي.

شخصي زندان

خو جنرال عبد الرازق د دغو تورونو او ادعاوو په اړه رویټرز خبري اژانس ته ویلي دغه ادعاوې بې بنسټه دي.

دی زیاتوي چې شخصي زندان نه لري او ټولو دولتي زندانونه د سره صلیب نړیوالې کمیټې او د بشري حقونو د سازمانونو له خوا په منظمه توګه پلټل کیږي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبد الرازق د وسله والو طالبانو او پاکستان په اړه د توندو څرګندونو له امله شهرت لري.

ده په خپلو څرګندونو تل د وسله والو طالبانو پرضد د خپلو فعالیتونو پر دوام ټینګار کړی. ویل کیږي چې د کندهار امنیه قوماندان د هڅو په پایله کې د کندهار امنیتي وضعیت نسبتاً ښه او طالبان کمزوري شوي دي.

د کندهار امنیه قومندان له څو بریدونو ژوندی وتلی وروستی هغه یې د کندهار والي پر مېلمستون وشو چې په پایله کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول.

ښاغلي رازق ویلي وو، د پاکستان استخباراتي اداره او حقاني شبکې د دغې برید تر شا لاس درلود.

په راپور د باګران زندان یادونه هم شوي او له افغان حکومته یې غوښتنه کړې چې په دغه زندان کې د ناسم چلند او ربړونې د ادعاوو په اړه څېړنې وکړي.

د ملګرو ملتونو دغې کمېټې د هغو راپورونو په اړه هم اندېښنه ښودلې چې وايي د افغان ځواکونو د زندانونو په سمبالولو کې په نارسمي توګه یو شمېر بهرنیان هم ښکېل او یا یې مسؤولیت پرغاړه لري.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کندهار زندان، چې په ۲۰۱۱ کال کې طالبانو یو اوږد تونل ورکیندلی و او لږترلږه ۴۸۸ بندیان ترې وتښتېدل.

د ملګرو ملتونو کې د ربړونې ضد کمېټې په راپور کې په افغانستان کې د وسله والو ډلو د فعالیت په اړه هم اندېښنه ښودل شوې.

په راپور کې د طالبانو، 'اسلامي دولت' (داعش) او اسلامي حزب یادونه شوې.

په راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو دغه کمېټه د وسله والو ډلو له خوا پر ملکي وګړو د مرګونو غندنه کوي.

ورته مطالب