د چمن پوليسو مشر: پر ډيورنډ کرښه کلي نه پرېږدو

یو اوسېدونکی
Image caption له کرښې سره څېرمه ځينو کلیو ته بیا نه هم له چمن څخه څوک پاکستانيو ملېشه وو پرې ښودل او نه يې هم کلیوالو ته اجازه ورکوله، چې له خپلو کلیو ووځي.

له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په چمن سیمه کې ځايي چارواکي وايي، دوی پرېکړه کړې، چې له کرښې سره څېرمه ټول کلي او کورنۍ کډې کړي او په نورو سیمو کې يې ابادې کړي.

د چمن ولسوالۍ د پولیسو مشر ساجد خان مومند له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وویل، له نړیوال قانون سره سم پر يوه پوله هم کلي او کورونه نه وي، نو دوی همدې ته په پام سره په نژدې راتلونکي کې داسې ګام اخلي.

پر ډيورنډ کرښه د چمن غاړې ته پراته د بېلابېلو کلیو اوسېدونکو تردې وړاندې بي بي سي ته پر پاکستاني ځواکونو دا تور پورې کړ، چې ګواکې دوی يې په زوره له خپلو کلیو شړي، چې په خبره يې بیا به يې پر کلیو دا ځواکونه قبضه وکړي او هلته به خپلې پوستې جوړې کړي.

یوه اوونۍ وروسته چمن او سپین بولدک کې خلک لا هم کړېږي

پاکستان بې اسناده افغان کډوال ثبتوي

"پاکستان کې افغان کډوال له ناوړه چلند او ځورونې رنځ گالي"

د لقمان او جهانګیر کلیو په ګډ‌ون د ډېری نورو کلیو اوسېدونکي د تېري جمعې د ورځې تر نښتې وروسته نورو سیمو ته کډه شوې او په هر کور کې یوازې یو یو نارینه د کور د ساتنې په موخه اوسي.

خپل کلي او کورونه نه پرېږدو

د نجیب الدین اڅکزي په نامه له ډيورنډ کرښې سره څېرمه د څوی کارېز کلي يو اوسېدونکی وايي، دوی ته تراوسه ځواکونه دا نه دي ویلي، چې ګواکې خپل کلي پرېږدي، خو زیاتوي، که يې داسې امر ورته وهم کړ، دوی به خپل کورونه او کلي پرې نه ږدي.

ښاغلی اڅکزی زیاتوي، له دوی او نورو کلیوالو سره يې دا وېره ده، که يې یو ځل کلي ځواکونو ته په لاس ورکړل، بیا به کله هم دې کلي ته بېرته ستانه نه شي.

له دې سره له کرښې سره څېرمه ځينو کلیو ته بیا نه هم له چمن څخه څوک پاکستانيو ملېشه وو پرې ښودل او نه يې هم کلیوالو ته اجازه ورکوله، چې له خپلو کلیو ووځي.

Image caption د لقمان او جهانګیر کلیو په ګډ‌ون د ډېری نورو کلیو اوسېدونکي د تېري جمعې د ورځې تر نښتې وروسته نورو سیمو ته کډه شوې او په هر کور کې یوازې یو یو نارینه د کور د ساتنې په موخه اوسي.

د چمن ښارګوټي او شاوخوا کلیو اوسېدونکو بي بي سي ته وویل، ځواکونه يې د تګ راتګ مهال بېخي زیات ځوروي او د هغو وژل شويو کسانو جنازې يې لا خپلو کلیو ته نه پرېښودلې، چې د تېري جمعې د ورځې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښته کې وژل شوي و.

د ځينو کلیوالو په خبره دغه جنازې يې بیا څلورويشتو ساعتونو وروسته هغه مهال پرېښودلې، چې په بلوچستان کې د ملېشه ځواکونو مشر ددغو کلیو دوره کوله او کلیوالو ورڅخه همدا غوښتنه وکړه.

پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د روانې مې مياشتې پر پنځمه نېټه تر نښتې وروسته د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، چې دواړو غاړو ته يې په لکونو انسانان اغېزمن کړي.

Image caption پر ډیورنډ کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د مې لومړیو کې نښتې د پولې د تړل کېدا او د سلګونو زرو انسانان ژوند اغېزمن کړی

ورته مطالب