کورنیو چارو وزات: 'جنرال رازق د بندیانو ربړونه کې ښکېل نه دی'

Image caption د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له بي بي سي سره خبرو کې پر ځان ټول لګول شوي تورونه رد کړل.

افغان حکومت د ملګرو ملتونو هغه راپور ردوي چې وايي د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق خپله د بنديانو په ربړونه کې ښکېل دی.

پرون د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په يوه راپور کې د ربړونو او تښتونو په تور د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د عدلي څارنې غوښتنه کړې وه.

د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق ته، چې يو شمېر يې په کندهار کې د مخالفينو د سترګو اغزی او ځينې يې بې رحمه ځايي ديکتاتور بولي، په دې وروستيو کې د پارلمان یو شمېر غړو او ځايي چارواکو د مېړانې مېډال ورکړ.

م. م: 'جنرال رازق پخپله د بندیانو ربړونه کې لاس لري'

جنرال رازق: له پولې هاخوا اورپکي په نښه کړئ

کابل کې شخصي زندان لرونکی امریکایی ومړ

خو پرون د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې په خپل راپور کې جنرال عبدالرازق د بنديانو په بېلابېل ډول ربړولو تورن کړ.

دغې کمېټې ویلي چې د کندهار امنیه قومندان باید د مرموزو وژنو، تښتونو، وهلو ډبولو او توقیف شویو کسانو ته د بریښنایي شارټونو ورکولو په تور عدلي تعقیب شي.

ملګرو ملتونو ویلي دوی ته رسیېدلي راپورونه ښيي چې عبدالرازق غیر قانوني توقیف خونې هم لري، خو د دغه راپور له خپرېدو څو ساعته وروسته د کندهار امنیه قومندان له بي بي سي سره خبرو کې پر ځان ټول لګول شوي تورونه رد کړل.

بل خوا د افغانستان د کورنيو چارو وزارت هم د ملګرو ملتونو د ربړونې ضد کمېټې څرګندونې نه مني او وايي بيا ځلي يې کندهار ته د قضيې د څېړنې په موخه پلاوی استولی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب الله دانش بي بي سي ته وویل لومړني پلاوي په کندهار کې د ربړونو اړوند نښې نښانې نه دي موندلي:

''څه موده وړاندې هم ملګرو ملتونو په دې تړاو يو راپور خپور کړی و، چې موږ د دغې قضيې د هر اړخيزې څېړنې لپاره یو پلاوی وګماره. چې موږ په دې تړاو کوم منفي ټکی ونه موند، اوس هم د دغه راپور له خپرېدو سره دا موضوع څېړو، که په دې تړاو څه وموندل شي، طبيعي ده چې څارو او يې او په دې تړاو اجراات کوو. ''

ټولې سرغړونې باید تعقیب شي

د بشري حقونو څارونکي بيا وايي چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې له اوسنيو څرګندونو ډېرې پراخې دي او د عدالت د تأمين په موخه بايد دغه ټولې سرغړونې تعقيب شي.

په کندهار کې د امينه قوماندان په توګه د جنرال رازق له واک ته رسېدو راهيسې په نوموړي لس ځله بېلابېل بريدونه شوي چې په وروستي مورد کې يې د کندهار د والي په مېلمستون کې و.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کندهار زندان، چې په ۲۰۱۱ کال کې طالبانو یو اوږد تونل ورکیندلی و او لږترلږه ۴۸۸ بندیان ترې وتښتېدل.

په دغه پېښه کې د اماراتو د سفیر او پنځو ديپلوماتانو په ګډون د کندهار د والي مرستيال او د پارلمان دوه غړي او پنځه نور دولتي چارواکي هم ووژل شول.

جنرال عبدالرازق د افغانستان په سوېل کې د طالبانو سرسخته مخالفه څېره ګڼل کېږي.

ورته مطالب