افغان ځواکونه وايي د کندوز د بایللو وېره یې له منځه وړې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کندوز وروستیو جګړو ګڼ کورونه ویجاړ کړي. افغان ځواکونه وایي سیمه یې کنټرول کړې ده او د کندوز د بایللو وېره نشته.

د کندوز د ولایتي مرکز په څنډو کې وروستیو جګړو ګڼ کورونه ویجاړ کړي او کروندې یې له منځه تللي دي.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د عامه نظم د ځواکونو یو قومندان حمیدالله بارکزی چې د ملاتړو ځواکونو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې کندوز ته تللی، وايي که دوی دا سیمه نه وی کابو کړې د کندوز د بایللو وېره وه.

د کټه خیلو په سیمه کې جګړه ځپلو بي بي سي ته ویلي طالبانو د دوی کورونه د پټنځایونو په توګه کارول چې د بهرنیو ځواکونو جيټ الوتکو مېشت ځایونه بمبار کړل.

د بي بي سي خبریال عبدالله نظامي چې دغه کورونه یې لیدلي وايي خلکو یوازې خپل سر خوندي سیمو ته ایستلی او له لوښو ‌‌‌‌‌‌ډک کورونه یې سوځېدلي.

طالبانو کندوز ته د خپل نومولي والي عبدالسلام وژل کېدل ومنل

کندوز کې جګړه استوګن سیمو کې روانه ده

حکومت له قلعه ذال ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی

Image caption د کندوز جګړه کې ځینې کورونه سوځېدلي هم دي

د کټه خیلو یو اوسېدونکی محمد طاهر وايي طالبان له نښتو مخکې راغلل او موږ ته یې ویل چې له سیمې ووځئ، خو اوس چې بېرته راستانه شول هرڅه مو له منځه تللي.

دغلته د برېښنا مزي پرې شوي کروندې اوبو وړې ځکه د اوبو ویالې ایله شوې وې.

طالبانو غوښتل له دې لارې ښار ته ننوځي ځکه دا د ښار مهم کمربند دی، خو دوی ښار ته ونه رسېدل.

د جګړو له کبله د کندوز - تخار لاره اته ورځې تړلې وه.

Image caption افغان سرتېري وايي، که دوی د جګړې سیمه نه وی کابو کړې، د کندوز د بایللو وېره وه

د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالحمید حمیدي وايي په وروستیو نښتو کې لس افغان سرتېري وژل شوي او شپارس ټپيان دي.

دوی طالبانو ته هم ددرنې مرګ ژوبلې ادعا کوي.

لاره پرانیستل شوې، خو هرځای د جګړې نښې لیدل کېږي. د افغان ځواکونه ویشتل شوي ټانکونه هم د سړک په غاړه پراته و.

طالبان د تخار - کندوز په لاره له خپل کمربنده مات شوي جګړه اوس په نژدې کلیو ملرغي او کټه خيلو کې ده.

کندوز په وروستیو کلونو کې د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په موقتي ډول د کندوز ولایت مرکز ونیوه.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption کندوز په وروستیو کلونو کې د افغانستان له ناامنو ولایتونو دی. د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې طالبانو په موقتي ډول د کندوز ولایت مرکز ونیوه.
Image caption د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي، طالبانو د دوی له کورونو د پټنځیو کار اخیست، همدا وو چې بهرنیو ځواکونو بمبار کړل

ورته مطالب