پر موټرو د سیاسي مشرانو انځورونه؛ زور ښودل که مینه

Image caption کورنیو چارو وزارت مني چې له دغو انځورونو ناوړه ګټه اخیستل کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي لاهم د هغو کسانو په مخنیوي کې نه دی بریالی شوی، چې په خپلو موټرونو د سیاسي څېرو د انځورونو له لګولو ناوړه ګټه اخلي.

حکومت مني چې په ډېرو سیمو کې دا چاره شته او قانون یې ننګولی دی.

ځینې د دې انځورونو مینه وال دي، خو ځینې نور یې د خپلو کارونو د اسانۍ لپاره کاروي.

په کابل ښار کې ډېر داسې موټر شته چې د شا او مخې پر ښیښو یې د افغانستان د پخوانیو جهادي قومندانانو او یو شمېر اوسنیو سیاسي مشرانو انځورونه لګېدلي، ځینو یې ان د شا هنداره ټوله په همدې انځور پوښلې.

کابل کې له موټرو د تورو هندارو لرې کول پیل شول

چارواکو د موټرو له ښیښو تور فلمونه پاک کړل شول

په ټول ښار کې دغسې موټر لیدی شئ او ظاهراً یې چلوونکي د همدې مشرانو پیلویان او مینه وال ښکاري؛ هغه څه چې پولیس وایي د پلټونو پرمهال دوی ته ستونزې جوړوي او ډېر ترې ناوړه ګټه هم اخلي.

۲۸ کلن حسیب د کابل ښار یو فلم اخیستونکی دی د نورو لپاره که د هرې اړتیا انځور اخلي، خپلې ډېرې اړتیاوې یې هم په انځورونو پورې تړلې دي.

ده هغه پنډ انځورونه راښودل چې د سیاسي مشرانو او لوړپوړو چارواکو دي.

که زموږ د مشر انځور وای!

وایي له یوه سره یې هم ایډیالوژیکه او د زړه اړیکه نه شته، خو اړ دی په ځینو سیمو کې د کار د اسانۍ لپاره د هماغو سیمو د مشرانو انځورونه په موټر لګوي چې دی ورته سفر کوي:

Image caption له قانوني اړخه داسې څه نه شته چې امنیتي ځواکونه دې په موټرو د چا د انځور مخه ونیسي
Image caption د فرهاد په هټۍ کې د افغانستان د بېلابېلو مشرانو انځورونه وو، بیه یې له ۲۰۰ افغانیو تر زرو افغانیو وه ارزان بیه یې ډېر پلورل کېدل.

''درې میاشتې وړاندې مې پولنډیانو سره په یوه مستند کار کاوه دشت برچي سیمه خواته ولاړو زما د موټر په ښیښه د یوه جهادي مشر انځور و یو ځای ته ننوتو، ساتونکي یو موټر پرېښوده خو موږ ته یې اجازه رانه کړه ما ورته ویل ولې اجازه نه راکوې راته یې ویل د مزاري بابا سیمې ته راغلی یې او دا انځور دې لګولی که زموږ د مشر انځور وای پرته له هېڅ خبرې پرته مې اجازه درکوله.''

حسیب اوس په دی باور دی که د افغانستان هرې سیمې ته ځي د انځورونو په درلودلو به یې څوک کار ته ستونزې نه جوړوي.

د ملکي همغږۍ مشر عبدالله مصباح راته هغه کیسه کوله چې دی پرته له پېژند کارته د پخواني ولسمشر حامد کرزي انځور له امله ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شوی، خو دی وایي ښاغلی کرزی یې د خوښې مشر دی او تل به وي.

د کابل هغې سیمې ته هم ورغلم چې د موټر د نورو توکو ترڅنګ د همدې انځورونو هټۍ پکې ودانې دي موټر چلوونکي همدلته په خپلو موټرو انځورونه لګوي.

هټۍ وال فرهاد وایي د ورځې پنځه یا شپږ کسان پېردونکي لري:

''شپږ اوه قومندانان او رهبران دي چې خلک یې انځورونه ډېر اخلي خو کلیزو او تلین کې مو پېرودونکي ډېر وي.''

Image caption ۲۸ کلن حسیب د کابل ښار یو فلم اخیستونکی دی د نورو لپاره که د هرې اړتیا انځور اخلي، خپلې ډېرې اړتیاوې یې هم په انځورونو پورې تړلې دي.

د فرهاد په هټۍ کې د افغانستان د بېلابېلو مشرانو انځورونه وو، بیه یې له ۲۰۰ افغانیو تر زرو افغانیو وه ارزان بیه یې ډېر پلورل کېدل.

کابل ښار کې ځینې کوڅې، لارې او سړکونه د امنیت خوندیتابه لپاره تړل شوي دي. عام خلک پرې تګ راتګ نه کوي، خو د ځینو په وینا ډېر کله هغه موټر له همدې لارو، سړکونو او کوڅو ځي راځي چې د سیاسي مشرانو انځورونه لري.

کورنیو چارو وزارت مني چې له دغو انځورونو ناوړه ګټه اخیستل کېږي داسې چې موټر چلوونکي یې د سیاسي او لوړپوړو مشرانو له انځورونو د پلټونو پر وخت پولیسو ته نه درېږي او ډېر کله ترې د بې اسنادو موټرو د ګرځولو لپاره هم کار اخلي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وایي په دې اړوند له پولیسو سره قضیې هم ثبت شوي دي:

''یوشمېر کسان شته او موږ ځینې قضیې لرو چې له دې انځورونو ناوړه ګټه اخلي ډېر چې په خپلو موټرو دا انځورونه لګوي ان دا مشران نه پېژني هېڅ اړیکه روسره نه لري له بازاره یې اخلي.''

ښاغلی دانش وایي د مخنیوي هڅې یې کلونه کېږي روانې دي، خو لا هم بریالي شوي نه دي.

د انځور حقوق .
Image caption عبدالله مصباح وايي، د کرزي عکس یې پر موټر لګولی و، چې د اشرف غني د واکمنۍ پرمهال ارګ ته په اسانۍ ننوت

له قانوني اړخه داسې څه نه شته چې امنیتي ځواکونه دې په موټرو د چا د انځور مخه ونیسي او نه هم داسې شوي ځکه خو ګرانه ده دلته له انځوره د ښې او بدې ګټې څرک ولګول شي.

همداسې چې په ځینو سیمو کې د یوه انځور کارول اساني ده داسې هم شوي دي چې د سیاسي تربګنۍ په لړ کې د انځور کاروونکی د نورو د پلویانو له لوري له سخت غبرګون سره مخامخ شوی دي.