"افغان پولیسو کې د امتیازاتو ناانډولي د فساد لامل دی"

پولیس د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندیز کوونکو د پولیسو د منسوبینو ترمنځ د امتیازونو توپیر د فساد یو لامل ګڼلی.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو د قانون بیا ارزولو او اصلاح ملي کنفرانس کې، د امتیازونو توپیر د فساد یو عامل ګڼل شوی. د دې ترڅنګ یو شمېر مدني فعالان وايي، د وژل شویو پولیسو د کورنیو په تړاو بې غوري، لېرې پرتو سیمو کې پولیس زړه توري کوي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د پولیسو د قانون بیا ارزولو او اصلاح ملي کنفرانس رابللی چې په دغه وزارت کې د فساد د مخنیوي لاره پیدا کړي. څه چې له عام وګړي نیولې تر ولسمشر یې اندېښمن کړي دي.

کابل کې لسګونه مخکښه پولیس، عدلي او قضايي چارواکي او د مدني ټولنې غړي را ټول شوي چې د پولیسو په لیکو کې د فساد مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت لا له وړاندې د پولیسو په اتو زونونو کې نظر پوښتنه کړې او یو شمېر وړاندیزونه یې تر لاسه کړي دي.

وړاندیز کوونکو د پولیسو د منسوبینو ترمنځ د امتیازونو توپیر د فساد یو عامل ګڼلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زابل ولایت مدني فعاله لیما عسکر زاده وايي، لېرې پرتو سیمو کې دولت د وژل شویو پولیسو په تړاو بې غوري کوي.

د یاد وزارت د حقوقي برخې مشر عبدالرحیم شجاع وايي، که د معاشونو ترمنځ برابروالی په پام کې ونیولی شي او په دې برخه کې قانون بدل شي نو ښايي دغه ستونزه تر یو حده حل شي.

ښاغلی شجاع وايي: "دولت باید د ژوندانه اړتیا، اعاشه او معاشاتو په برخه کې پاملرنه وکړي. دلته ناعدالتي ده".

ښاغلی شجاع د بېلګې په ډول د کورنیو چارو وزارت کې د باتجربه جنرالانو او یو شمېر ملکي کارکوونکو د معاش توپیر ته اشاره کوي او وايي: " یو جنرال به دېرش کاله تجربه لري او له ۳۰٫۰۰۰ تر ۳۵٫۰۰۰ افغانۍ به معاش لري خو په ملکي برخه کې به یوه مشاور یا مرستیال ته ۱۵۰٫۰۰۰ افغانۍ معاش ورکوي."

وسله والو په کندوز کې نهه سیمه ییز پولیس وژلي

پر موټرو د سیاسي مشرانو انځورونه؛ زور ښودل که مینه

د دغې غونډې یو شمېر برخه اخیستونکو پر حکومت تور ولګاوه چې په لېرې پرتو سیمو کې د سرتېرو په اړه بې غوره دي.

د زابل ولایت مدني فعاله لیما عسکر زاده وايي، له همدې کبله پولیس له خپلو دندو سره لېوالتیا نه ښيي او ریښتنی کار نه کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ننګونو ډېروالی د ستونزو لویه برخه بولي.

اغلې عسکر زاده وايي: "دولت لېرې پرتو سیمو کې سرتېري جذبوي، خو چې مړه شي، بیا یې څوک پوښتنه نه کوي. ملګري یې د دې وضعیت په لیدو زړه توري کېږي" او د دې په وینا سم کار نه کوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د غونډې د ګډونوالو نظرونه را ټولوي او په قانون کې د بدلون را وستو لپاره یې عدلیې وزارت ته سپاري.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي هیله من دي چې د قانون تعدیل به په یوه کال کې بشپړ شي او د پارلمان له تصویب او د ولسمشر له توشیح وروسته به یې، په پلي کیدو د خلکو ترمنځ پر پولیسو بې باوري له منځه ولاړه شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني تېره اوونۍ په خپلې وینا کې د کورنیو چارو وزارت "د فساد زړه" وباله.

پر افغان پولیسو سربېره پر دې چې نیوکه کېږي چې ګواکي ډېری مهال په خپلو چارو کې له خلکو سره مسلکي چلند نه کوي، بلکې د امنیت ساتلو په برخه کې هم خپل ټول توان نه کاروي.

خو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي ننګونو ډېروالی د ستونزو لویه برخه بولي.