د کندوز وروستیو جګړو  ګڼ کورونه ویجاړ کړي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندوز وروستیو جګړو ګڼ کورونه ویجاړ کړي

د کندوز وروستیو جګړو ګڼ کورونه ویجاړ کړي. افغان ځواکونه وایي سیمه یې کنټرول کړې ده او د کندوز د بایللو وېره نشته.

د جګړې په لومړۍ کرښه کې د عامه نظم د ځواکونو یو قومندان حمیدالله بارکزی چې د ملاتړو ځواکونو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې کندوز ته تللی، وايي که دوی دا سیمه نه وی کابو کړې د کندوز د بایللو وېره وه.

د کټه خیلو په سیمه کې جګړه ځپلو بي بي سي ته ویلي طالبانو د دوی کورونه د پټنځایونو په توګه کارول چې د بهرنیو ځواکونو جيټ الوتکو مېشت ځایونه بمبار کړل.

د بي بي سي خبریال عبدالله نظامي چې دغه کورونه یې لیدلي وايي خلکو یوازې خپل سر خوندي سیمو ته ایستلی او له لوښو ‌‌‌‌‌‌ډک کورونه یې سوځېدلي.