طالبان: حزب اسلامي هېڅ اړیکي نه دي راسره نیولي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د حزب اسلامي د کلتوري او مطبوعاتي کمېټې مشر قریب الرحمان سعید زمونږ همکار عنایت الحق یاسیني سره مرکې کې وویل:"دا د لوړې کچې خبرې وې". بشپړه مرکه زموږ سهارنۍ خپرونه کې اورېدلی شئ.

د وسله والو طالبانو ویاند د سولې په تړاو له طالبانو سره د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د تماسونو په اړه خبره رد کړې او وايي دا ډول هېڅ تماس یې نه دی نیولی. د حزب اسلامي قریب الرحمن سعید بي بي سي ته ویلي وو "دا د لوړې کچې خبرې یې له با اختیاره طالب مشرانو سره کړې".

د ذبیح الله مجاهد په نوم د طالبانو ویاند رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "موږ دا ادعا په کلکه ردوو، دا ډول هېڅ تماس نه دی نیول شوی او نه باید په دې اړه د حزب غړي بې ځایه او له حقیقت څخه لرې پروپاګند وکړي، د حزب مسئولینو ته په کار ده چي د اسلامي امارت له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي. "

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او طالبانو د سولې د خبرو په تړاو تماسونه نیولي دي.

د حزب اسلامي د کلتوري او مطبوعاتي کمېټې مشر قریب الرحمان سعید د دې تماسونو د تایید پرمهال وویل چې له لومړۍ ورځې دوی له طالبانو غوښتي ول چې د سولې بهیر کې شامل شي، چې په همدې بنسټ دا خبرې پیل شوې دي.

ښاغلي سعید بی بي سي سره په دې لړ کې ډېر تفصیل ورنه کړ خو ویې ویل: "دا د لوړې کچې خبرې وې او با اختیاره طالب مشران دي".

ښاغلي سعید زیاته کړه دې تماسونو کې د طالبانو د حقونو اعادې او ضمانتونو په اړه هم خبرې شوي دی.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبر په ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو د بنسټ اېښودونکي مشر ملا محمدعمر د مړينې د خبر راښکاره کېدو وروسته ځنډېدلې دي.

د انځور حقوق Getty Images

کابل ته له رسېدو وروسته د غويي پر ۱۴ ( د مې ۴) ښاغلي حکمتیار په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په خپلې وینا کې پر طالبانو غږ وکړ چې دی دې خپل استازی وټاکي او ژمنه یې وکړه چې " د دوی د ټولو ارمانونو او سمو غوښتنو دفاع" به وکړي.

دغې غونډې کې ښاغلي حکمتیار طالبانو ته د ورور خطاب کولو ترڅنګ د سولې په لار کې د هرډول هڅو ټټر وواهه چې کېدای شي اوسني تماسونه يې یوه برخه وي.