پوهنې وزارت: لاهم زرګونه بستونه خالي دي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پوهنې وزیر: لاهم زرګونه بستونه خالي دي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، تېر یوه کال کې یې نژدې دولس زره نوي ښوونکي او اداري کارکوونکي په دندو ګمارلي دي. د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، په دغه وزارت کې لاهم زرګونه بستونه خالي دي.

د هغه په وینا، دې بستونو کې په امتیازي تنخا هم څوک کار ته زړه نه ښه کوي. ښاغلی بلخي زیاتوي، یو شمېر ولایتونو ته د کتابونو لېږد بهیر پیل شوی، خو لا هم د ځینو ولایتونو ښونځیو ته کتابونه نه دي رسېدلي.

کابل کې زموږ له همکار عبیدالله حسام سره د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي د مرکې په پیل کې د ددې وزارت د کارکوونکو، استادانو او زده کوونکو پر کره شمېرو رڼا اچولې.

اړونده مطالب