''د دوستم د دفتر تنخاوې او لګښت نه دی ورکړل شوی''

دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر کارکوونکي وايي، له پنځو میاشتو راهیسې د جنرال دوستم او د هغه د دفتر کارکوونکو معاشونه او لګښت نه دي ورکړل شوي، خو ارګ دا مسله نه ردوي نه یې تاییدوي، خو په اړه یې ډېر جزییات هم نه ورکوي.

د لومړي مرستیال د دفتر مشر عنایت الله فرهمند بي بي سي ته وویل هر کله چې دوی په دې هلکه وضاحت غوښتی د ولسمشرۍ ماڼې کارکونکو ورته ویلي چې د دوی د معاشونو وړاندیز د ولسمشر پر میز پروت دی خو لا یې نه دی لاسلیک کړی.

خو په ارګ کې چارواکي په داسې حال کې چې نه دا مسله ردوي او نه یې تاييدوي، نه غواړي په دې هکله څه ووايي. خو په چارو اداره کې یوې سرچینې دا خبر بي بي سي ته تائيد کړ.

دوستم: نه مې کور کلابند شوی او نه هم له ولسمشر سره اختلاف لرم

رولا غني: جنرال دوستم یو ډول په کور کې نظر بند دی

جنرال دوستم له مياشتو وروسته خپل دفتر ته ستون شو

اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

د ښاغلي دوستم د دفتر مشر عنایت ‌الله بابر فرهمند بي بي سي ته د دوشنبې پر ورځ ویلي د سږني مالي کال له پیله ( د مرغومي لومړۍ) تر اوسه جنرال دوستم او د هغه د دفتر کارکوونکو ته هېڅ معاش او لګښتونه نه دي ورکړل شوي.

نوموړي زیاته کړه، د مالي کال له پیله مخکې یې له معمول سره سم د ولسمشر د مرستیال د دفتر د تشکیلاتو او لګښتونو تفصیل د وړاندیز په بڼه د ولسمشرۍ دفتر ته واستاوه، خو په وینا یې تر اوسه یې ځواب نه دی موندلی.

ښاغلي فرهمند ویلي کله چې په دې اړه ولسمشرۍ ماڼۍ کې له مسوولینو پوښتنه کوي، د هغوئ ځواب دا وي، چې وړاندیز یې د ولسمشر پر میز ایښی، خو لاسلیک شوی نه دی.

جنرال دوستم له تېرو څه باندې څلورو میاشتو راهیسې خپل کاري دفتر ته نه دی تللی، خو کله چې د تېرې کب میاشتې په لومړیو کې نوموړی خپل دفتر ته لاړ، په سبا یې د کور د کلابندۍ خبرونه خپاره شول.

خو وروسته بیا دوستم دا رد کړه چې ګواکې د هغه د کور مخې ته دې پوځیان ځای پر ځای شوي وي او هغه یې د رسنیو تبلیغات وبلل.

د انځور حقوق .
Image caption د جوزجان پخواني والي احمد اېشچي د تېر کال وروستیو کې ادعا کړې وه چې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال او ساتونکو یې وهلی ډبولی، کالي یې ترې ايستلي او تېری یې پرې کړی دی.

ویل کېږي نوموړی له هغې مخکې هم خپل دفتر ته ډېر تګ راتګ نه کاوه. د ځینو سرچینو په وینا ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د دندې له پیله وروسته ښاغلی دوستم له ۴۰ ورځو هم لږ موده خپل دفتر کې لیدل شوی و.

دا وروستیو کې د ښاغلي دوستم یو شمېر پلویانو په یوه مظاهره کې غوښتنه کوله، چې د دوی په وینا نوموړي ته د هغه قانوني واک باید بېرته ورکړل شي. تر اوسه د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د عبدالرشید دوستم د دفتر مسوولینو او هغه ته د نژدې سرچینو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب