کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی

کندهار د انځور حقوق AFP
Image caption کندهار له نسبتاً نا امنه ولایتونو ګڼل کېږي

د کندهار د پولیسو ویاند ضیاء دراني بي بي سي ته وویل، نیول شوی ایرانی بشیر احمد نومېږي، چې د ایران زاهدان کې یې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو سره اړیکه او ناسته پاسته لرله.

نوموړي د بي بي سي محفوظ زبیدي ته وویل، یاد کس د وسله والو مخالفانو په مټ افغانستان ته د هرات له لارې راغلی او بیا کندهار ته رسېدلی او د دغه ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوندو کې نیول شوی.

ښاغلی درانی وايي، له نیول شوي تورن څېړنې بشپړې شوې او دوسیه یې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

واشنګټن له ایران خپل ورک شوی جاسوس غواړي

ایران: له بګرامه راتلونکی جاسوس مو نیولی

دی وايي، دغه سړي غوښتل چې د افغانستان د امنیتي قرارګاوو نقشې واخلې او وسله والو مخالفانو ته یې ورکړي چې هغوی په اسانۍ ترهګریز بریدونه ترسره کړای شي.

ضیاء درانی وايي، نیول شوی ایرانی له کومو اسنادو او پاسپورټ پرته افغانستان ته راغلی دی.

سرچینه وايي، تورن په پوښتنو ګروېږنو کې منلې ده، چې له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په غځول شوي تار افغانستان ته راغلی.

ایران څو ځلې د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو په ملاتړ تورن شوی او په ځینو پېښو کې د ایراني وسلو د نیول کېدو خبر هم ورکړل شوی، خو د ایران حکومت له وسله والو طالبانو د ملاتړ خبره رد کړې ده.

په ۲۰۱۱ کال د افغانستان د ملي امنیت ادارې ویلي وو، یو ایرانی ځانمرګی بریدګر یې نیولی دی.

ايران د افغان حکومت د ملگرتيا ادعا لري، خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دى.

ورته مطالب