پیسې مې ورکړې چې '۳۹' وانه خلم؛ افغانستان کې فساد ته له نژدې کتنه

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کابل لوېدیځ کې د ترافیکو ریاست

کلونه کیږي چې د افغان دولت په ډېری ادارو کې د فساد خبره کیږي. هغه تورونه چې افغان چارواکي یې په ځېنو برخو کې مني خو له فساد سره مبارزې خبره هم کوي. د یوه خبریال لپاره چې د خبریالۍ له وسایلو سره دولتي ادرو ته لاړ شي او ترې د فساد په اړه رپوټ چمتو کړي، ستونزمن کار دی.

د ټرافیکو ریاست منځ کې د دفترونو د کړکیو ترشا د خلکو ګڼه ګوڼه او د "مدیر صیب دا یوازې یو لاسلیک غواړي، څه وخت راشم، پام دې وي"، د جوازسیر په اړه په خپلو منځونو کې د خلکو مخامخ خبرې او د ترافيکي موضوعاتو اړوند بحثونه هغه څه دي چې دې ادارې ته په ورتګ د خلکو پام ځان ته ور اړوي.

"افغان پولیسو کې د امتیازاتو ناانډولي د فساد لامل دی"

غني: کورنیو چارو وزارت د فساد زړه دی

"افغانستان کې فساد اورپکي تغذیه کوي"

په دې اداره کې ځینې کسان د کمېشنکارانو په نوم هم شته. دا هغه کسان دي چې ټرافیکو ریاست کې په فساد کې رغنده رول لري. هغه کسان چې ویل کیږي ناشونی کارونه د بډو په ورکولو په ممنکنو کارونو بدلوي. د دوی سم له واره پېژندل څه ناڅه ګران دي، دوی هم د عادي مراجعینو په څېر دي او ځانګړی توپیر یې ترمنځ نشته.

په لومړي سر کې څوک زړه نه ښه کوي چې وار له مخې خبرې درسره پیل کړي. خو چې ځان نابلده وښيې او لږه موده دې خوا ها خوا وګرځې، یوتن دې څنګ ته راځي او پوښتي دې چې څه ستونزه لرې؟

۳۹ شمېره

د موټرو په پلیټونو کې ۳۹ شمېرې د ټرافیکو ادارې ته ستونزې راولاړې کړې. په افغانستان کې ډېرو ته دا شمېره د ناموسي ښکنځلو په مانا او د ننګ خبره ده.

دې هېواد کې که چېرې د موټر په پلیټ کې ۳۹ شمېره وي، د موټر قیمت پرې نیم په نیمه ټیټیږي.

همدې موضوع په ټرافیکو اداره کې د فساد زمنیه برابره کړې.

د لویې جرګې ۳۹ کمېټه لغوه شوه

په افغانستان کې ځینې خرافاتي باورنه ډېری وخت ګڼې ستونزې جوړوي او له دې کار سره مبارزه هم اسانه کار نه دی. آن شپږ کاله وړاندې د لویې جرګې غړو چې د ولسي استازو، استاذانو، د مدني ټولنو غړو او قومي مشرانو څخه جوړه شوې وه، د ۳۹ شمېرې کمېټې له جوړلو ډډه وکړه.

په داسې ټولنه کې ځینې وخت انسان اړ کیږي چې د یوې شمېرې په خاطر او یا موټر سایکل او ګاډي ته د پلیټ اخېستو لپاره له کمیشن کارانو مرسته وغواړي او فساد کې ځان ښکېل کړي او یا هم بډو ورکولو ته زړه ښه کړي.

په محلي جامو کې د دنګې ونې خاوند په داسې حال کې چې شاوخوا یې پام ساتو، ګوښه کړم، په لاس کې مې د موټر سایکل د اسنادو پاڼې راڅخه واخیستې او ویې لوستې.

ویل یې "ستونزه نشته کار دې کیږي" هغه ددې کار لپاره ډېرې پیسې وغوښتې، خو له خبرو وروسته سلا شوو او ورقې مې هغه ته وسپارلې. وېره مې درلوده چې کمیشن کار لادرکه نشي، ګام په ګام مې تعقیب کړ.

هغه څو دفتري خونو ته لاړ او ځینو کسانو ته يې په غوږ کې څه وویل.

نیم ساعت وروسته یې پاڼې د یو پاخه عمر خاوند ته ورکړې. هغه ورقې واخیستې او د پلیټونو ورکولو دفتر ته ننوت.

کمېشن کار مې وپوښت، دا څوک و؟

"د افغان ښځینه موټر چلوونکو د لایسنس غوښتنه ډېره شوې"

په ټیټ غږ یې راته وویل "د ده واسطه لویه ده او خپله امنیتي کس دی، خو وروسته وپوهېدم چې هغه هم کمیشن کار و او تر ده یې تجربه څه زیاته وه."

له لږې مودې وروسته د پاخه عمر کمېشن کار د پلیټ صادرولو له دفتره راووت او راته ویل یې چې تر غرمې وروسته دې کار کیږي.

د ټرافیکو اداره کې طرز العملونه څه ناڅه آسانه شوي او هغه کارونه چې قانوني خنډ ونه لري په اسانۍ ترسره کیږي، خو کمېشن کاران تر ډېره ستونزمن کارونه کوي.

د انځور حقوق Getty Images

د ګاډو د اسنادو بیا نوي کول، د موټر د رنګونو او د انجن بدلولو اسنادو جوړول هغه ساده کارونه دي چې کمېشن کاران یې کوي. خو د اخېستونکي له حضور پرته لایسنس یا د موټر چلولو اجازه لیک اخیستل، له عادي موټرو ټکسي ته د ګاډو بدلول، افغانستان ته له قاچاقي لارو راغلو ګاډو ته د اسنادو اخیستل او ځېنې نور هغه ستونزمن کارونه دي چې کمېشن کاران یې د ډېرو پیسو په بدل کې ترسره کوي.

هغه سند چې باید له لنډو زده کړو او په ازموینه کې له بریالي کېدو وروسته ورکول کیږي.

په ترافیکو ریاست کې لسګونه کمېشن کاران کښته پورته کیږي او مراجعین هم کم نه دي. ځینې کمېشن کاران د افغانستان دولتي ادارو کې د کار تجربې لري. د ټرافیکو ریاست شاوخوا رسټورانټونه تر ډېره د کمېشن کارانو لپاره د راکړې ورکړې اصلي ځایونه دي.

افغانستان ترافیکي پېښو کې سیمه کې 'دویم ځای' لري

'۳۹' شمېرې دولت ته ۱ میلیارد افغانۍ زیان اړولی

په یوه هغه رسټورانټ کې چې ما له یوه کمېشنکار سره خبرې کولې او غرمنۍ مو خوړله، څنګ ته مې نور کسان هم ناست و چې د پلیټ اخیستو په اړه یې خبرې کولې. کمېشن کار سل ډالره غوښتل، هغه پیسې چې کمېشنکاران یې د عادي کارونو په بدل کې غواړي.

دوی ادعا کوي چې ددومره پیسو ډېری برخه د ټرافیکو ریاست چارواکو ته د بډو په توګه ورکوي چې کارونه یې ژر خلاص شي. هغه ادعا چې ټرافیکو چارواکي یې تل ردوي.

له غرمنۍ وروسته خپلو اسنادونو پسې بیا ټرافیکو ریاست ته لاړم. کمېشن کار هغه د پاخه عمر خاوند ته زنګ وکړ. څه موده وروسته هغه راغی او پلیټ یې راکړ. پلیټ ته مې پام شو چې ۳۹ شمېره پکې نشته. اوس نو وخت راغلی و چې پیسې ورکړم.

زما سره رښتیا دا ډار و چې داسې نه د بډو ورکولو په بدل کې مې امنیتي ځواکونه لاس په لاس ونه نیسي. کمېشن کار راته ویل، ستونزه نشته. ویې ویل، "اوبه له پاسه خړې دي"

ورته مطالب