د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ مرکز 'د دولتي ځواکونو لاس ته لوېدلی'

کندوز د انځور حقوق AFP
Image caption قلعه ذال سیمه د کندوز ولایت له مرکز نه لوېدیځ ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې پرته ده چې ددغه ولایت له سترو ولسوالیو ګڼل کېږی.

افغان امنیتي چارواکي وايي، د شمال ختیځ کندوز ولایت قلعه ذال ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لاسه وتلی او افغان امنیتي ځواکونه پرې واکمن شوي دي.

دا سیمه څو ورځې وړاندې د طالبانو له برید وروسته دغې ډلې ونیوه چې له کبله یې پر افغان دولت ډېرې نیوکې وشوې.

د شمال ختیځې حوزې د پولیسو قومندان شیر عزیز کامه وال بي بي سي ته وویل، د سې شنبې ورځې (غویی ۲۶مه) سهارنیو عملیاتو پایله کې امنیتي ځواکونو طالبان له سیمې وتلو ته اړایستل.

حکومت له قلعه ذال ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی

دولت او طالبان دواړه د کندوز قلعه ذال ولسوالۍ د کنټرول ادعا لري

کندوز ولايت کې د جګړو دوام

جنرال کامه وال وايي، ګهیځ نهه بجې د ولسوالۍ مرکز امنیتي ځواکونو ونیو او دا مهال پکې د ماینونو پاکولو عملیات روان دي.

دی وايي، څو ورځې پر دغې سیمې طالبان واکمن وو، چې په ترڅ کې یې په ځینو مهمو سیمو او لارو کې ماینونه خښ کړي دي.

نوموړی وايي، دا مهال د قلعه ذال ولسوالۍ نژدې ۳۰ سلنه خاوره د طالبانو کنټرول کې ده.

د افغان پولیسو دغه قومندان ویلي، په دې عملیاتو کې ۲۰ طالب وسله وال وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه ونه ویل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي، قلعه ذال سیمه له طالبانو نیول شوې ده.

قلعه ذال سیمه د کندوز ولایت له مرکز نه لوېدیځ ته شاوخوا ۳۵ کیلومتره لیرې پرته ده چې ددغه ولایت له سترو ولسوالیو ګڼل کېږي.

د شمېرو له مخې، په دې ولسوالۍ کې تر ۷۳ زرو ډېر وګړي اوسېږي.

په وروستیو کلونو کې قلعه ذال څو ځلې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

ورته مطالب