د ملي اردو نژدې ټول سرتېري برېښنايي سيستم کې ثبت شوي

بایومیټریک د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ملي اردو یو لک او پنځه نوي زره سرتېري فعالیت لري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ملي اردو نژدې ټول سرتېري يې بایومیتریک او په برېښنایي سیستم راجستر کړي دي.

د وزارت چارواکي وایي له دې سره د خیالي سرتېرو د موجودیت اندېښنه په بشپړ ډول له منځه ولاړه.

له دې وړاندې سیګار ویلي و چې د افغانستان د ملي اردو په لیکو کې یو شمېر سرتېري خیالي دي او فزیکي حضور نه لري.

په افغانستان کې"خیالي سرتېري" پنټګان ته نوی سرخوږی

غني: امنیتي ارګانونو کې فساد د ځواکونو مرګ ژوبله ډېره کړې

روڼتیا څار ادارې د فساد مخنیوي لپاره ۳۶۰ ځوانان وروزل

د افغانستان د دفاع وزارت په چوکاټ کې د ملي اردو یو لک او پنځه نوي زره سرتېري فعالیت لري چې له دې ډلې يې یو لک او اتیا زره هغه په برښنایي سیستم راجستر شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، پاته نور سرتېري به هم د راتلونکې جون میاشتې تر پایه په هغه برېښنایي ډیتابیس کې خوندي شي چې د سرتېرو د موجودیت په اړه مرکز ته معلومات ورکوي.

ښاغلي ردامنش بي بي سي ته وویل، د ملي اردو د ټولو سرتیرو امتیازات د هغوی بانکي حسابونو ته لیږدول کیږي او په خبره یې د خیالي بستونو او امتیازاتو بحث نور معنی نه لري.

د HRMS په نوم دغه برېښنایي سیستم په ټولو قول اردوګانو کې نصب دی او په کابل کې د دفاع وزارت د پیژندتون له خوا کنټرولیږي. که د ملي اردو کوم سرتېری وژل، تقاعد یا منفک کیږي، د دغه سیستم له لارې دفاع وزارت خبریږي او امتیازات یې د بل چا جیب ته نه ځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دفاع وزارت وایي دغه سیستم یې د افغان او بهرنیو متخصصینو له خوا په ټولو قول اردوګانو کې په رڼه توګه پلی کړی.

پخوا تر دې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي ادارې سیګار ویلي وو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې خیالي سرتېري شته او له افغان چارواکو یې غوښتي و چې په دې اړه پلټنې وکړي.

یوشمېر افغان چارواکو له هغې ډلې د هلمند والي حیات الله حیات هم ویلي و چې په ولایت کې یې لسګونه خیالي سرتېري شته.

همدې اندېښنو دفاع وزارت اړ کړ چې ټول سرتېري بایومیتریک کړي.

دفاع وزارت وایي دغه سیستم یې د افغان او بهرنیو متخصصینو له خوا په ټولو قول اردوګانو کې په رڼه توګه پلی کړی.

اړونده مطالب

ورته مطالب