د هرات د ولایتي شورا مشر ته ۸ میاشتې تنفیذي بند

. د انځور حقوق ARG
Image caption د هرات د ولایتي شورا رییس په څو قضاياوو کې له خپلې دندې په ناوړه استفادې تورن دی

په کابل کې استیناف محکمې د هرات د ولایتي شورا رییس کامران علیزی له واکه په ناسمه ګټه اخیستلو په اته میاشتې تنفیذي بند محکوم کړی دی.

د هرات د ولایتي شورا رییس په څو قضاياوو کې له خپلې دندې په ناوړه استفادې تورن دی.

د افغانستان لویې څارنوالۍ د هرات ولایتي شورا رییس دنده ځنډولې

د هرات ولایتي شورا غړی په اعدام محکوم شوی

نوموړي د روان کال د وري په اومه هم د اداري فساد پر وړاندې د درنو جرمونو د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز لومړنۍ محکمې په غیاب کې په دوه نیم کلن تنفیذي بند محکوم کړی و.

کامران علیزي د محکمې یاد حکم ونه مانه، د استیناف غوښتنه یې وکړه او ځان یې پولیسو ته وسپاره چې نن یې په شتون کې استیناف محکمې په اته میاشتو تنفیذي بند محکوم کړ.

د محکمې د نن ورځې په غونډه کې د دواړو لوریو دلایل واورېدل شول، د محکمې پرېکړه وروستۍ نه ده او که هر لوري په پرې راضي نه وي، کولی شي د تمیز غوښتنه وکړي.

کامران علیزی تورن و چې له خپلو قانوني واکونو یې پښه اړولې. په زور د هرات د استیناف څارنوالۍ ته ننوتلی او له هغه ځایه یې یو تورن کس له ځان سره بېولی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب