عیني شاهد: خبر شوم چې کشری زوی مې لګېدلی دی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عیني شاهد: خبر شوم چې کشری زوی مې لګېدلی دی

جلال اباد ښار کې د ملي رادیو تلوېزیون پر ودانۍ ډله ییز برید شوی، چې دوو ځانمرګو پکې ځانونه چوولي. په برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان شوي.

چارواکي وايي لږترلږه درو بریدګرو د ملي رادیو تلوېزیون پر ودانۍ برید وکړ، دوو ځانمرګو برید کوونکو ځانونه وچول او یوه یې څو ساعته مقاومت وکړ.

د ښار اوسېدونکو خبریالانو ته د سترګو لیدلی حال بیان کړ چې د ځینو د کورنۍ غړو ته پکې زیان رسېدلی.

دا مرکه چې د یوه عیني شاهد ده، خواشینوونکې ده.