د ماشومانو په زده کړه کې د کورنيو د مشرانو رول څومره مهم دی؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ماشومانو په زده کړه کې د کورنيو د مشرانو رول څومره مهم دی؟

د ملګرو ملتونو له لوري د کورنۍ نړیواله ورځ هر کال د مې پر ۱۵ مه لمانځل کېږي. د لمانځنې موخه يې هم د خپلو لوڼو او زامنو په روزنه او زده کړو کې د کورنيو پر رول او تګلارو پام راغونډول دي.

په ځانګړي ډول دې کې د کورنيو د رول په اړه د پوهاوي لوړول دي چې د وختي ماشومتوب پر مهال بايد د زده کړو او هم د ماشومانو او ځوانانو لپاره د ټول ژوند د پوهنې او زده کړې لارې چارې برابرې شي. کورنيو کې که ميندې پلرونه وي، که نيکه ګان او نياګانې او که مشران خويندې وروڼه وي، د مشرانو رول لا روښانېږي.

د دې اوونۍ ستاسې غږ کې مو پر دې خبرې کړي چې د کورنۍ رول يې د خپلو غړو په زده کړه کې څومره مهم او ارزښتناک دی؟