پاکستان چمن کې له دوو کلیو د پوځ د اېستلو "غوښتنه ونه منله"

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان وايي، ځواکونه یې د ډیورنډ کرښې پاکستان لور ته پراته دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي، دغه هېواد به د افغان چارواکو په غوښتنه له لقمان او جهانګیر کلي خپل ځواکونه ونه باسي.

د پاکستاني پوځ بیان وايي، پاکستاني چارواکو د چهارشنبې ورځې غونډه کې د افغان لوري دغه غوښتنه رد کړې ده.

خو په ورته مهال زیاتوي چې دواړه لوري پر اوربند سلا شوي دي.

* "پر ډيورنډ کلي او کورنۍ نه پرېږدو"

* د چمن نوي کمپ کې د بې ځایه شویو خلکو حال

* ډيورنډ کرښه: په چمن کې د بي بي سي خبریال څه ولیدل؟

ویل کېږي چې افغان لوري له پاکستاني اړخ غوښتي چې له سرشمېرنې مخکې له ډیورنډ کرښې سره نږدې له لقمان او جهانګیر کلي پوځ وباسي.

خو د پاکستان چارواکو ویلي چې دوی د کرښې د پاکستان لوري ته ځواکونه ځای په ځای کړي دي، ځکه یې اېستلی نه شي.

بې پایلې خبرې

ر د انځور حقوق EPA
Image caption دواړو لورو په چمن کې خبرې کړې دي.

د پاکستان د کوټې قول اردو یو قومندان او د کندهار سپین بولدک کې د سرحدي زون د یوې لېوال قومندان محمد انور انبیا په مشرۍ دواړو لورو خبرې کړې دي.

محمد انور انبیا په کندهار کې د بي بي سي خبریال مامون دراني ته ویلي، له پاکستاني لوري سره د پرون ورځې غونډه بې پایلې وه.

د هغه په خبره، پاکستاني لوري داسې شرایط درلودل، چې افغان لوري ته د منلو نه و.

ښاغلی انبیا وايي، دوی غوره ګڼي چې اسلام اباد او کابل پر دغه مسله خبرې وکړي.

* 'چمن کې د پاکستان بیرغ وسوځول شو'

* بلوچستان کې ډيورنډ کرښې سره څېرمه سرشمېرنه پېل شوې

* "د ډيورنډ کرښې په نوم شوې تاريخي تېروتنه باید سمه کړل شي"

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په چمن کې له نښتې وروسته د تګ راتګ لار هم تړل شوې ده.

دا تاوتریخوالی له هغه وروسته رامنځ ته شو، چې د افغان چارواکو په وینا پاکستان د ډیورنډ کرښې افغان لوري ته د دوو کلیو سرشمېرنه پیل کړه.

افغان سرحدي ځواکونو د پاکستان د سرشمېرنې د مخنیوي هڅه وکړه، چې له امله یې د دواړو لورو ترمنځ نښته وشوه.

د دوو پاکستاني ډیپلوماټانو نیول

د انځور حقوق .
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماټانو د نیولو له امله د افغان سفارت مرستیال ور بللی دی.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغان سفارت لومړی مرستیال ور بللی او په کابل کې یې د دوو پاکستاني ډیپلوماټانو د نیولو له امله ورته شکایت کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ډيپلوماټانو نیول د دواړو هېوادونو اړیکي زیانمنوي او د ویانا کنوانسیون د ډيپلوماټیکو اړیکو خلاف ورزي ده.

پاکستاني چارواکو هیله ښودلې، چې په راتلونکي کې ورته پېښې ونه شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د وروستي تاوتریخوالي له امله بیا هم لار تړلې ده.

ورته مطالب