کندوز کې چارواکي: هوايي برید کې لس وسلوال ووژل شول

د انځور حقوق .
Image caption ځايي چارواکي وايي، د ولسوالۍ له مرکز یې تر ۵ کیلومترۍ پورې وسلوال شاتګ ته اړ کړي دي.

د افغانستان شمال ته په کندوز ولایت کې ځايي چارواکي وايي، د افغان پوځ په هوايي برید کې لس وسلوال مخالفان وژل شوي دي.

په سیمه کې د افغان پوځ قومندان ادم خان متین وايي، دا برید د قلعه زال ولسوالۍ په چارګل کلي د وسلوالو پر پټنځیو شوی دی.

د نوموړي په خبره، په دې برید کې د طالبانو یو ډلمشر قاري نعمت الله هم وژل شوی او درې وسلوال ټپیان شوي دي.

ځايي چارواکي دا هم وايي، چې طالبان یې د ولسوالۍ له مرکز تر پنځه کیلومترۍ پورې شاتګ ته اړ کړي دي.

وسلوالو طالبانو نږدې دوه اونۍ وړاندې پر قلعه زال ولسوالۍ ولکه وکړه او څو ورځې مخکې یې په دې ولسوالۍ کې د دولتي ودانیو له سوځولو وروسته شاتګ وکړ.

د بي بي سي خبریال مبین غفوري دغې سیمې ته تللی او وايي، چې ښخ شوي ماینونه د افغان پوځ د پرمختګ خنډ دي.

په قلعه زال کې جګړې تر دوو زرو کورنۍ بې ځایه کړې دي.

قلعه زال د کندوز له مرکز ۳۵ کیلومتره لرې لوېدیځ ته پرته او د دغه ولایت تر ټولو لویه ولسوالي ده.

د مرکزي احصايي د شمېرې له مخې دا ولسوالي له ۷۳ زرو ډېر وګړي لري.

په وروستیو څو کلونو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ قلعه زال ولسوالي په ځلونو لاس په لاس شوې ده.